1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د قانوني مهاجرت غوښتنه

قاسم نوري۱۳۹۵ خرداد ۱۸, سه‌شنبه

په آلمان کې د یو شمیر کلیساو او اقتصادي ټولنو استازې اروپا ته د مهاجرو د راتگ د قانوني نوو لارو خبره کړې ده. هغوی د سنت اګیدو کلیسا د «بشري لارو» له بیړنې پروژې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/1J1fH
انځور: Getty Images/AFP/STR

دغه پروژه چې د دوشنبې په ورځ په برلین کې اعلان شوه، تر اوسه پورې یوازې په ایتالیا کي عملي کیږي چی په ترڅ کې یې د دوو کلونو په جریان کي د شمالي افریقا او منځني ختيځ زرو تنو مهاجرو ته د «بشري سفر په نوم ویزې» ورکړل سوې دي. خو د دغې پروژې څخه د ایتالیا د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونه او همدارنگه کوچنی کلیساوي ملاتړ کوي. د سنت اګیدو کلیسا غواړي چي دغه پروژه د اروپايي ټولني په نورو هيوادونو کي هم پلي سي.

د برلین د کاتوليکي او پروتستانو کلیساوو اسقفان هاینر کوخ او مارکوس دروگه، د دغه نوښت هرکلی کړی دی. دروگه ویلي دي چي اروپایان نباید په مدیترانه کي د سلهاو مهاجرو د ډوبیدو او وژل کیدو سره ځانونه عادت کړي. هغه اعلان وکړ چی «موږ اروپا ته دراتگ قانوني لارو ته اړتیا لرو.» د هغه په خبره که څه هم دا یو کوچنی گام دی ، خو پر ولسي نوښتونو او امادگیو باندي ښه اغیزه کوي.

په همدې حال کي د آلمان د صنایعو د اتحادیې لوی مشر «مارکوس کیربر» ویلي دي چی په نړۍ کي د انسانانو مهاجرت او د هغوی بې ځایه کیدو ته په کتلو سره د کلیساو، سیاست، مدني ټولنو او اقتصاد اتحاد ته اړتیا سته.

هغه پر دې باندي ټینگار وکړ چي د مهاجرینو سیاست باید د پناه غوښتني د سیاست څخه په ښکاره ډول بیل سي. هغه زیاتوي چي هغه مهاجر چی تیر کال آلمان ته راغلي دي په ټولنه کي یې مدغمیدل تر هغه سخت دي کله چې یې فکر کیده ځکه چی ۸۰ فیصده یې مسلکي زده کړې نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب