1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا: د پناه غوښتني شمېر به سږکال یو میلیون ته ورسېږي

۱۴۰۲ مهر ۱۸, سه‌شنبه

د اروپايي ټولنې په ګډون په سویس او ناروې کې د سږکال د پناه غوښتنې شمېرې ښيي چې د روان کال تر پایه به د ټولو پناه غوښتونکو شمېر یو میلیون کسانو ته ورسېږي.

https://p.dw.com/p/4XKpW
Die Überfahrt Mittelmeer Überfüllung der Schiffe Flash-Galerie
انځور: picture-alliance/dpa

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې (EUAA) نويو او پخوانیو احصایو ته په اشارې سره آلمانۍ ورځپاڼې «ولټ» ویلي دي چې د روان کال له پیله تر اوسه په اروپا، سویس او ناروې کې تر۸۰۰ زرو ډېر د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه سپارل شوي دي.

په دې توګه به د روان کال تر پایه د پناه غوښتونکو شمېر له ۲۰۱۶م کال وروسته تر ټولو لوړ شمېر ته ورسېږي. په ۲۰۱۶م کال کې د مهاجرت کړکېچ په اوج کې په دغو هیوادونو کې ۱.۲۳ میلیونه د پناه غوښتنلیکونه ثبت شوي وو.

د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتنې ادارې (EUAA) د معلوماتو له مخې، تر ټولو لوی زیاتوالی په لاتویا (۱۷۰ سلنه) او استونیا (تقریباً ۱۲۰ سلنه) کې ثبت شوي، چې په عمده توګه له اوکراین او بیلاروس څخه د غیرقانوني مهاجرت لامل د جګړې په پایله کې وو.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د شمېرو له مخې جرمني د هغو هيوادونو په کتار کې دریم ځای لري چې تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي یې ثبت کړي دي. په دغه هيواد کې د پناه غوښتنې درخواستونه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۴ سلنه ډېر شوي دي.

د اروپايي ټولنېد پناه غوښتنې ادارې د معلوماتو له مخې په المان کې د پناه غوښتنې شاوخوا یو پر دریمه برخه د سوریې د اتباعو له خوا وړاندې کیږي. له هغه وروسته د افغانستان او ترکيې کډوال دي.

په ډنمارک، مالتا، قبرس او اتریش کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لوی کمښت ثبت شوی دی.