1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا کې د تازه مهاجرو په شمير کې کموالی

۱۳۹۶ دی ۱۰, یکشنبه

په ۲۰۱۵ کال کې ۱،۲۵ ميليونه مهاجرو د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته د پناه غوښتنې وسپارلې، خو دغه شمير د ۲۰۱۷م کال په لمړيو لسو مياشتو کې شاخوا۵۰۰ زرو ته راښکته شو. آلمان اوس هم مهاجرو له پاره تر ټولو د خوښې هيواد دی.

https://p.dw.com/p/2q8kZ
Flüchtlinge auf Wohnungssuche
انځور: picture-alliance/dpa/C. Simon

د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ مياشتې تر سپتمر دې پورې، د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو په لمړۍ پړاو کې په ټوليزه توګه ۴۷۹ زره او ۶۵۰ مهاجرو د پناه غوښتنې ثبت کړي دي چې دا د ۲۰۱۶م کال په همدې موده کې د سپارل شويو پناه غوښتنو شمير ته په کتو ۵۰ سلنه کمې دي. د «فونکه رسنيزه ډله» د اروپايي اتحاديې د آمارو ادارې «يورستات» په حواله رپوت ورکوي چې د دغې اتحاديې په غړو هيوادونو کې ۱ اعشاريه ۲ ميليونه مهاجرو د پناه غوښتنې سپارلي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۵ کال کې دغه رقم د ۱ اعشاريه ۲۵ ميليونو په شاوخوا کې وو.

د لمړي ځل له پاره پولند او هنګري

د «يورستات» د امارو پر اساس، يو دريمه برخه د مهاجرو چې اروپايي ټولنې ته داخليږي، خپلې د پناه غوښتنې ېې په آلمان کې وړاندې کړي دي. په دې ترتيب، آلمان په اروپايي اتحاديه کې د مهاجرو له پاره د يو تر ټولو مهم هيواد په توګه پاتې کيږي. په آلمان کې د ۲۰۱۷ کال د جنوري څخه تر سپتمبر مياشتې پورې ۱۳۷ زره او ۳۸۵ د پناه ابتدايي غوښتنې ثبت شوي دي. 

له آلمان څخه وروسته ايتاليا د ۱۰۳ زره او ۵۶۰ تنو مهاجرو د پناه غوښتنو په ثبتولو سره د مهاجرو له پاره دوهم مهم هيواد دی. په دې سره آلمان او ايتاليا سم نيم هغو مهاجرو ته چې تازه اروپايي اتحاديې ته داخليږي ځای ورکوي. يونان د ۴۱ زره او ۷۳۵ ثبت شويو پناه غوښتنو خبره کوي دي، په داسې حال کې چې په لمړي ځل په پولند کې ۲۵۱۵ او په هنګري کې ۲۴۴۵ د پناه غوښتنې سپارل شوي دي.

نيوکې زياتې شوې

د «يوروستات» آمار ښيي چې د انساني قاچاقبرانو په باندنو کې نرمښت رامنځ ته شوی دی او په ۲۰۱۷م کال کې يې هم خپل دغه غيرقانوني تجارت ته ادامه ورکړې ده. د ايتاليا حکومت د روان کال په دوبي کې يو نوی سياست انتخاب کړی دی: د دغه سياست پر اساس، ايتاليا يو ځل بيا د ليبیا ساحلي ساتونکو سره خپلو همکاريو ته شدت ورکړی دی. خو دغه همکاري له هغه وخته چې پيل شوې، د بشر حقونو ملاتړکونکو سازمانو له خوا تر نيوکو لاندې نيول شوې ده.

له هماغه وخته راپه ديخوا ايتالوي کشتۍ اجازه لري چې د ليبيا په اوبو کې تک راتک وکړي. هغوی د مهاجرو وړې کشتۍ دروي او بيرته يې ګرځوي. د روان کال له دوبې څخه را په دې خوا پر غير دولتي سازمان (ان.جي.او) چې په مديترانه سمندرګي کې د انسانانو ژوند ژغوري، هم نيوکې زياتې شوي دي. داسې ادعاوي کيږي چې ليبيايي مليشو ته پيسې ورکړل شوي دي تر څو د قاچاقبرانو مخه ونيسي.د بشردوستانه دهليزونو جوړيدل

که څه هم د دغو برياوو په تړاو ترسره شوي اقدمات لنډمهاله دي، خو د ايتاليا د کورنيو چارو وزير مارکو مينيتي ورڅخه دفاع کوي. هغه وايي: «په هغه صورت کې چې موږ وغواړو د خلکو ژوند ته نجات ورکړو او هغوی له پاره د منلو شرايط برابر کړو، نو بايد د انسانانو له غیرقانوني قاچاق سره مبارزه وکړو. زموږ لمړنی دښمن قاچاق دی. موږ بايد مهاجرت تنظيم کړو او غیرقانوني اعمالو سره مبارزه وکړو، تر څو دا ښکاره کړو چې د مهاجرت کړکيچ ته مو پام دی. دغه راز موږ باید په دې برخه کې د مديترانې سمندرګي له نور هيوادونو سره هم بشر دوستانه دهليزونه رامنځ ته کړو».

دغه بشر دوستانه دهلیزونه په ايتاليا او په دې وروستيو په بلجيم کې هم جوړ شوي دي. خو دغو اقداماتو د مهاجرو په شمير کې کوم بدلون نه دی راوستلی، بلکه تر ډيره سياسي اثرات لري.

د مهاجرت نړيوالې ادارې (آي. او. ايم) څخه فلاويو دي جیاکومو وايي چې د ستونزو پراخوالي ته په کتو، يوازې د بشردوستانه دهلیزونو جوړول کافي نده. « نړيواله ټولنه بايد مرسته وکړي تر څو موږ دې مجبور ونه اوسو چې په يوويشتمه پيړۍ کې د انساني بردګۍ له بازار څخه خبرې وکړو. بايد نور په داسې يو ځای کې چې د اروپا له روم څخه د يو ساعت پرواز فاصله لري انسانان خرڅ نشي، پر ښځو تيري ونشي او څوک شکنجه نشي.»

د مثبتو ځوابونو کچه لويدلې

د اروپايي اتحاديې د آمارو ادارې «يوروستات» پر اساس، « د لمړني پړاو پناه غوښتنو څخه نژدې نيمايي برخه يې په رسميت پيژندل شوي دي. د ۲۰۱۶ کال په شپږو وروستيو مياشتو کې په اروپايي اتحادېه کې د مثبتو ځوابونو ميزان ۶۲ سلنې ته رسيدلی وو، خو په ۲۰۱۷ کال کې ۴۸ سلنه راښکته شوی دی. دې سره د روان کال په لمړيو درو مياشتو کې د منل شويو پناه غوښتنو ميزان ۳۴ سلنې ته رسيدلی دی.

په غيرقانوني داخلیدو کې کموالی

آلمانۍ ورځپاڼه «هايل برونر شتيمه» د آلمان د پوليسو ادارې د ارقامو په حواله رپوټ ورکوي، چې آلمان ته د غیرقانوني داخليدو او د دغه ډول داخليدو له پاره د هڅو کچه د روان کال په ورستيو کې د تيرکال په پرتله نيمايي ته رسيدلې ده.

په دې اساس، تيرکال آلمان ته د غير قانونی داخليدو ارقام شاوخوا ۱۱۱ زرو ته رسيده، خو د روان کال د نوامبر میاشتې په وروستيو کې دغه ارقام ۴۵ زره او ۷۹۲ ته راښکته شوی وو. په دغه رپوت کې راغلي دي چې د اکتوبر او نوامبر مياشتو په دننه کې آلمان ته د غيرقانوني داخليدو او يا هم د غيرقانوني داخلیدو له پاره د هڅو شاوخوا ۴ زره پيښې ثبت شوي دي. په دې ترتيب ګمان کيږي چې په دې برخه کې په ۲۰۱۷ کال کې د غيرقانوني مواردو ارقام نژدې ۵۰ زرو ته رسیږي.

Libyen Küstenwache Flüchtlinge
د ليبيا ساحلي ساتونکې د ماموريت پر مهالانځور: Getty Images/AFP/T. JAwashi

اي. ام /م. ک. ص

د موضوع په تړاو زموږ له آرشيفه يو انځوريز البوم: