1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحادیې پر روسیې نور تعزیرات وضع کړل

۱۴۰۱ آذر ۲۵, جمعه

د اروپايي اتحادیې ۲۷ غړو هیوادونو دولتي او حکومتي مشرانو د روسیې پرضد نورو تعزیراتو پر وضع کولو باندي موافقه وکړه.

https://p.dw.com/p/4L3b6
Belgien, Brüssel | EU Gipfel
انځور: Olivier Matthys/AP/picture alliance

سربیره پردې د دغي سرمشریزي ګډون کوونکو د اوکراین سره د تر ۱۸ ميلیارده یورو پوري نور مالي کومک هم تصویب کړ.

د ګازو د یوه لوړ حد تعینولو په باب شخړه ایزه فیصله د راتلونکي دوشنبې په ورځ د انرژۍ وزيرانو یوې فوق العاده جلسې ته وځنډیدله. د جرمني صدراعظم، اولاف شولڅ تشویش لري چي که چیري اروپایان ورته یو معین لوړ حد تعیین کړي، نو دا کیدلای سي د ګازو د کمیدو سبب وګرځي.