1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایې ټولنه غواړي د خپلو سرحدونو څارنه سخته کړي

۱۳۹۴ آذر ۲۵, چهارشنبه

د اروپایې اتحادیې کمېسیون غواړي د مهاجرو کړکیچ او ترهگريزو بریدونو د خطر په غبرگون کې د خپلو سرحدونو او ساحلونو د ساتنې له پاره یو مستقل ځواک رامنځته کړي. که غړي هیوادونه ملتیا وکړي، نو دا کار به کلونه وخت ونیسي.

https://p.dw.com/p/1HOJb
Nato Draht
انځور: picture-alliance/chromorange/N. Thies

د اروپایې ټولني کمېسیون مشر ژان کلود یونکر، د سپتمبر میاشتي په پيل کې د خپلي یوې وینا په ترڅ کې ویلي ول چې اروپایې اتحادیه باید د بالکان او مدیتراني درياب له بحران څخه پند واخلي او بالاخره د خپلو بهرنیو پولو ساتنه ښه کړي.

نوموړي اوس په شتراسبورگ کې د فرونټیکس یا د اروپا د سرحدونو د ساتني آژانس د کار د پراختیا او د اروپا د ساحلونو او سرحدونو د ساتني په یو واقعي سازمان د بدلولو وړاندیز کړی دی.

په دې توگه به د ۵ کلونو په موده کې د فرونټیکس د کارکونکو شمیر چې اوس ۵۰۰ تنه دی تر ۱۰۰۰ پورې لوړ شي. سربیره پر دې ټاکل شوې ده چې فرونټیکس به ۱۵۰۰ تنه داسي احتیاطي کارکوونکي هم ولري چې د دریو ورځو په موده یې بحراني سیمو ته انتقالول امکان ولري.

د اروپایې اتحادیې کمېسیون غواړي چې په بېړنیو حالاتو کې د اروپا ځني سرحدونه په مستقل او خپلواکه توگه کنترول کړي، که څه هم ځني غړي هیوادونه ورسره موافقه نه ولري.

اروپایې اتحادیې ته ۱،۵ میلیونه غیرقانوني مهاجرت

د اروپایې اتحادیې کمېسیون د رئیس استازي فرانس تیمَرمَنس، د قانون د دغې مسودې د وړاندي کولو پر مهال د اروپا په پارلمان کې وویل چې په روان کال کې ۱،۵ میلیونه انسانان په غیر قانوني توگه اروپا ته داخل شوي دي.

فرانس تیمَرمَنس، ټینگار وکړ چې دغه وضعیت باید هم داسې دوام پیدا نه کړي: «دغه وضعیت په څرگند ډول زموږ د هغو تیروتنو ښکارندويي کوي چې موږ د خپلو پولو د کنترول په برخه کې کړي دي. اروپا ته په غیر قانوني توگه د کډوالو ننوتلو پر ټولي اروپا اغېزه کړې ده. یو شمیر غړو هیوادونو یو وار بیا په اروپا کې دننه د خپلو سرحدونو کنترول پيل کړی دی».

د اروپایې اتحادیې کمیسیون د مشر استازي وویل، له دې ویره لري چې د شینگن په نوم هیوادونو کې د تگ راتگ آزادي به له جدي خطر سره مخامخ شي. «که موږ غواړو چې د شینگن سیمه وساتو، باید په خارجي سرحدونو کې خپل د مدیریت او کنترول طرز بهتره کړو.»

Griechenland Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki

د اړتیا په صورت کې د غړو هیوادونو له غوښتني برخلاف د قانون عملي کول

د اروپایې اتحادیې کارکونکي چې د فرونټکس د کار ساحې د پراخولو د دغې نوي مسودې د عملي کولو مسئولیت لري، وویل داسې نه ده چې مستقل اروپایې هیوادونه دې د خپلو سرحدي پولو د کنترول اختیار له لاسه ورکړي.

د اروپایې اتحادیې یوه کارپوه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي په دې هکله په ډاډ ورکولو سره وویل: «مهمه مسئله گډ مسئولیت دی چې ټاکل شوې ده د اروپایې اتحادیې او غړو هیوادونو تر منځ وویشل شي».

تر اوسه پوري غړي هیوادونه په یوازیتوب سره د خپلو بهرنیو سرحدونو، هوایې ډگرونو او بندرونو د ساتني مسئولیت لري. د کارپوهانو په اند د یونان وضعیت د دې ښکارندویې کوي چې په هغو اروپایې هیوادونو کې چې ډیر مهاجر په لومړي قدم کې دغو هیوادونو ته ورزي، له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي او له کلونو راهیسې یې هیڅ ډول مرستې نه دي ترلاسه کړي.