1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيلو تر اوسه په غزه کې ۱۴زره هدفونه په نخښه کړي

۱۴۰۲ آبان ۱۷, چهارشنبه

اسرائيلي ځواکونو تر اوسه پوري د غزې په تراډه کې پر ۱۴ زرو هدفونو بریدونه ترسره کړي دي. څه د پاسه ۲۰۰ آلمانانو او د هغو کورنیو له دغې سیمې ځانونه ایستلي دي.

https://p.dw.com/p/4YYy6
Gaza israelische Luftangriffe
انځور: Yasser Qudih/REUTERS

د حماس د ترهګرې ډلې پر وړاندي له پوځي عملیاتو راهیسي، د اسرائيل امنیتي ځواکونو د خپلو ارقامو له مخی د غزې په تراډه کی ۱۴ زره هدفونه ویشتل شوي دي. د پوځ ویاند دانیل هګاري ویلی چې د نورو ترڅنګ یې تیره میاشت تونلونو ته د تیریدو څه د پاسه ۱۰۰ لاري ویجاړي کړي او د حماس بې شمیره قوماندانان یې وژلي دي.

علاوه پر دې د اسرائیل او حماس جګړه؛ بایډن اسرائیل ته سفر کوياسرائيلي واحدونو له ۴۰۰۰ څخه اضافه هغه وسلې ویجاړي کړي چی په مسجدونو، وړکتونونو او کورونو کې پټی کړای سوي وې.  

د حماس ترهګرې ډلې او نورو ډلو د اکتوبر پر ۷مه د سختو بریدونو په نتیجه کی د اسرائيل په سرحدي سیمه کی څه د پاسه ۱۴۰۰ انسانان ووژل او د غزې په تراډه کی یې ۲۴۰ تنه یرغمل ونیول.

له هغه راهیسي د اسرائيل امنیتي ځواکونه پر ګڼ میشتو ساحلي غاړو باندي هوایی بریدونه کوي او د مځکنۍ ځواکونو په مرسته مخکې تګ کوي. د ملګرو ملتونو په حواله چې د حماس تر کنترول لاندي عامې روغتیا وزارت پر ارقامو تکیه کوي، د غزې په تراډه کې د فلسطیني وژل سوو کسانو شمیر څه د پاسه ۱۰ زره ۳۰۰ ته لوړ سوی دی. په اوس وخت کې دغه ټولې شمیرې په خپلواکه توګه نه سي تأیید کیدای.

په بیت المقدس کې د حماس د برید د قربانیانو یادون

په اسرائيل کې د حماس له بريدونو څخه څلور اونۍ وروسته په سلونو کسانو په بیت المقدس يا یروشلم کې د اکتوبر د اومې د قربانیانو او تښتول سوو کسانو یادونه وکړه.

Israel, Tel Aviv | Verteidigungsminister Yoav Gallant
د اسراییلو د دفاع وزیر یواف جالانتانځور: Abir Sultan/Pool/AP/picture alliance

د «هاریتڅ» د ورځپاڼی په حواله، د یرغمل سوو خپلوانو د اسرائيل پارلمان ته نیژدې د احتجاج یو کمپ جوړ کړی. هغوی د صدراعظمبینیامین نتنیاهو، د استعفا غوښتنه کوي. په اسرائيل کی پر نوموړي صدراعظم باندي له دې کبله سختی نیوکی کیږي چې تر اوسه یې د اکتوبر پر اومه د سیاسي او پوځي ناکامۍ پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

بې سرحده ډاکټران په غزه کې د خپل همکار ویر کوي

د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې د معلوماتو په حواله په غزې تراډه کې ددغه مرستندويه سازمان يو غړی وژل شوی دی. ویل کیږي چې ددغه لابراتواري میخانیک محمد ال اهیل، کور د اسرائيل د هوایی برید په نتیجه کې ویجاړ سوی دی. همدارنګه د هغه د کورنۍ ډیری غړي هم وژل سوي دي. د اسرائيل پوځ تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

بې سرحده ډاکټران سازمان د یوه «چټک او بې قیدوشرطه» اوربند غوښتنه کوي. دغه سازمان په غزه کې د خپلو کارکوونکو له امله اندیښمن دی. د هغوی ډیر شمیر یې اوس هم په د ټولې تراډې په روغتونو کې د خلکو د ژوند ژغورلو له پاره په کار بوخت دي.

له ۲۰۰ څخه اضافه آلمانان او د هغوی کورنۍ له غزې څخه وتلي

د رفح د سرحدي سیمې له پرانیستلو راهیسي څه د پاسه ۲۰۰ کسانو چې آلماني پاسپورت لري، او همدارنګه یې کورنیو وکولای سول چې له غزې تراډې څخه ووځي.

Annalena Baerbock
د آلمان خارجه وزیره ، انه لینا بیربوکانځور: Political-Moments/IMAGO

د آلمان د بهرنيو چارو وزیرې انالېنا بېربوک،  په یوه لنډ لیکلي پیغام سره څرګنده کړې:«په دې ترڅ کې څه د پاسه ۲۰۰ آلمانان او د هغوی کورنۍ پر دې وتوانیدل چې له غزې څخه ووځي.» بېربوک چې په جاپان کې د «جي ۷» هېوادونو د خارجه وزیرانو ۶۷ غونډه کې کوي، زياته کړې یې ده:«دې کار د غزې د وحشتناکه حالت په منځ کې یوه هیله مندي رامنځته کړې.»

بېربوک همدارنګه په مصر کې شريکانو څخه د ملاتړ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه:«موږ تر هغه وخته  پر دې کار کوو ترڅو هر آلمانی چی غواړي هغه راووزي.»