1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلو د غزې تراړې ته تلونکي لار تړلې

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۱۱, یکشنبه

له غزې تراړې څخه یو ځل بیا ډزو او پر یوه یهودي فعال باندې د یوه فلسطيني له خوا حملې وضعیت بیا ترینگلې کړی دی. له دې کبله اسرائیل د غزې تراړې ته د پولې بندولو ته اړ ایستل شوی دی.

https://p.dw.com/p/1DfhS
انځور: Andrew Burton/Getty Images

د غزې له تراړې څخه د یوې توغول شوې مرمۍ د غبرگون په پایله کې اسرائيلو یو ځل بیا د نا معلومې مودې له پاره د غزې تراړې لار تړلې ده. د شنبې په ماښام د غزې چارواکو په دې هکله د «هاریتڅ» په نوم د ورځپاڼې رپوټ تائید کړی دی. زیاته شوې ده چې اسرائيلو په غزه کې ارتباطي مرجع ته خبر ورکړی دی چې سر د یکشنبې له ورځې څخه د کرم ابو سالم، پوله تړل شوې ده. د نوموړې ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي دي چې یوازې د بشري پيښو په یوه بیړني حالت کې به د دغه پولې د خلاصولو امکانات وي.

د اوربند د نافذیدو راهیسې دوهم برید

د شنبې په شپه د اسرائيلو پوځ هغه یو فیر خنثی کړی دی چې د غزې له تراړې څخه د اسرائيلو د سویل پر لور شوی وو. خو د اسرائیلو د پوځ ویاند ویلي دي چې دا خبره لا تر اوسه معلومه نه ده چې آیا دغه د یوه توغندي برید وو او که د هوان کومه مرمۍ وه.

د روان میلادي کال د اگست میاشتې په پای کې د اسرائيلو او فلسطینیانو تر منځ د یوه اوربند د نافذیدو راهیسې دا د غزې له تراړې څخه دوهم برید دی چې تر سره کیږي. تر دې دمخه د سپتمبر په میاشت کې له غزې تراړې څخه د هاوان یوه مرمۍ د اسرائیلو پر لور توغول شوې وه. د اکتوبر میاشتې په نیمایي کې د غزې تراړې د بیا رغاونې له پاره د لومړي ځل له پاره د اسرائيل څخه ساختماني توکي د غزې تراړې ته وړل شوي وو.

پارلمان ته د نتنیاهو خبرداری او د پاپ له لوري د ژمن پاتې کیدو غوښتنه

د اسرائيلو او فلسطین تر منځ د بیت المقدس په زاړه ښار کې د الحرم الشریف پر سر د نوې شخړې په ترڅ کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د پارلمان پر استازو له زغم څخه د کار اخیستو غږ کړی دی. نتنیاهو څرگنده کړې ده چې د ولس ټول استازي باید مسوولانه چلن وکړي. د نتنیاهو د خبرداري انگېزه پر نورو سربیره په آگاهانه ډول په پارلمان کې د لیکود گوند استازي موشې فاېگلن ته متوجې ده چې د یکشنبې په ورځ غواړي په احتجاجي توگه د الاقصی د جومات شا او خوا غونډۍ ته چې په عربي ورته «الحرم الشریف» هم وايي سفر وکړي.

فایگلن غواړي چې د دې له پاره هڅه وکړي چې په دغه ځای کې یهودان هم د عبادت کولو اجازه لري. یهودان الحرم الشریف ته د تگ اجازه لري خو په دغه ځای کې د کومې پیښې د رامنځ ته کیدو له ویرې پر عبادت باندې بندیز دی. نتنیاهو څو وارې پر دې خبره کلک ټینگار کړی دی چې غواړي دغه بندیز ته ژمن پاتې شي.

د الاقصی جومات شا او خوا سیمه د یهودانو او مسلمانانو له پاره یو شان مقدسه ده. فلسطینیان پر اسرائیلو تور پور کوي چې غواړي د الاقصی جومات په قواعدو یا اصولو کې بدلون راولي. په تیرو ورځو کې د دغه کړکیچ په ترڅ کې د پولیسو له لوري د یوه شکمن برید کوونکي د ویشتلو وروسته احتجاجونه هم رامنځ ته شوي دي. زیاته شوې ده چې دغه فلسطيني، ښي اړخی یهودي فعال یهودا گلیک، ویشتلی دی. ۴۸ کلن گلیک هم د الحرم الشریف په اوسني وضعیت کې د بدلون غوښتنه کوله.

په عین وخت کې د کاتولیکي مسیحانو روحاني مشر پاپ فرانسیس د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ د بیا پخلاینې او د یو بل پر وړاندې له زغم څخه د کار اخیستلو غوښتنه کړې ده.