1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسراييل د سولي د فلسطيني پلوو فعالينو مخنيوي کوي

۱۳۹۰ تیر ۱۷, جمعه

د نړيوالي سولي د غورځنګ کابو 700 فعالين، چي د فلسطيني ولس له داعيي څخه ملاتړ کوي نن «جمعه» د اسراييلو په لور خوځيږي. انديښنه موجوده ده چي ښايي هغوي د اسراييلو د سياست پر ضد غږ پورته کړي. اسراييلو امنيتی بندو بست کړی دی

https://p.dw.com/p/11rak
د اسراییلو د اشغال پر ضد احتجاج
د اسراییلو د اشغال پر ضد احتجاجانځور: picture-alliance/dpa/epa

د تل ابيب د «بن ګوريون» هوايي ډګر په عادي ورځو کې هم ډير په کلکه توګه څارل کيږي خو اوس هلته په سلهاو اضافي پوليس، د استخباراتو خلک او نور امنيتي چارواکي په دندو ګمارل شوي دي.

د وضعې د څارلې لپاره يو مرکز هم جوړ کړاي شوې. د هوايي ډګر د بندي خانې يو څو کوټي هم خالي ساتل شوي او دا هم وييل کيږي چې د الوتکو په پروازونو کې به هم يو څه ګډوډي رامنځ ته شي.

د دې استثنايي حالت وجه څه ده؟ اسراييل ويره لري چې ښايي ځيني د سولي فلسطيني پلوه فعالين به سوله ايز چلند ونه کړي. د اسراييلو د پوليسو وياند ميکي روزن فيلډ وایي:

«هغه کسان چې په ارامې سره راځي او پارونه ونه کړي يا د زور زياتي څخه کار وانخلي، هغوي به د سفر اجازه ولري، خو هغه څوک چې په ماضي کې هم يو ځل نيول شوي، هغوي ته به اجازه ونه شي چي د اسراييل خاوري ته ننوځي.»

د پوليسو د دې وياند خبرې د اسراييل د کورني امنيت د وزير، يتزاک هارونوويچ، په پرتله ډير ډيپلوماتيکي دي. دغه وزير د اسراييلو د ښيي اړخي مليت پال ګوند، «Yisrael Beiteino» غړی دی.

نوموړی د سولي د غورځنګ فعالينو ته د ترهګرو او ورانکارو خطاب کوي او نه غواړي چې اسراييلو ته د سفر اجازه ورکړي.

هارنوويچ دغو فعالينو ته په اشاري سره ويلي:

«د دوي څخه به يوه برخه ونه شي کړاې چې اسراييل ته راشي. مونږ به هڅه وکړو چې دوي دلته راونه رسيږي. په دي اړه هدايات ورکړل شوي دي. کوم چې دلته په رارسيدو بريالي هم شي او که وپيژندل شي بيرته به وليږدول شي.»

ډيری فعالين چې غواړي اسراييلو ته سفر وکړي، ښايي اصلا ونه شي کړاي چي د تل ابيب په لور خپلو ريزف کړاي شوو الوتکو ته وخيژي.

اسراييلي چارواکو هوايي شرکتونو ته د 340 کسانو چې غواړي اسراييل ته سفر وکړي يو نوملړ ورکړې دي. هوايي شرکتونه ته د اسراييل پيغام روښانه وه هغه دا چي که چيرې دوی دغه خلک اسراييلو ته راوړي نو د بنديزونو سره به مخامخ شې.

په اصل کې د 600 څخه تر 700 پورې کسانو غوښتل چې د « فلسطين ته ښه راغلاست» تر شعارلاندي، د اردن د سين په لويديځي غاړي کې يوه اوني تيره کړي.

د دغو فعالينو له جملي څخه يوي چي نوم يي سوفيا ديګ، ښودل شوي ويلي چي هغوي غوښتل د خپل دي فعاليت څخه اسراييلي چارواکي خبر کړي:

«مونږ غوښتل چي اسراييلو ته د رسيدو سره د پاسپورت په کنترول کي ووايو چي مونږ غواړو د اسراييلو له خوا په اشغالي سيمو کي خپل فلسطيني دوستان ووينو. مونږ کوم بل کار هلته کولاي نه شو.»

د دې فلسطيني پلوه فعالينو سفر د څو مياشتو راهيسې د فلسطيني سازمانونو په بلنه پلان شوې وو. دوي په دې خبره ټينګار کوي چي هغوي په هوايي ډګر کي د کوم احتجاج پلان نه لري او نه هم د هغو احتجاج کونکو سره تړاو لري چي له دي مخکي یي د بيړۍ په واسطه غوښتل د غزي تړانګي ته مرستي وليږدوي.

خو د اسراييلو حکومت د دغه فعاليت په هکله بل ډول نظر لري. د امنيتي چارواکو له خوا د دغو فعالينو د سفر په وړاندي بنديزونه د اسراييلو د يو شمير ورځپاڼو له خوا تر نيوکو لاندي نيول شوي.

تيم اسمان/ بريښنا صابر
کتونکي: عبدالباري حکيم