1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اعلاميه: پاکستاني طالبان به نور په افغانستان کي جنگیږي

۱۳۹۰ دی ۱۴, چهارشنبه

پاکستاني وسله والو طالبانو ويلي دي چي نور به د خپل هيواد پرضد ترهگر کارونه ونه کړي او خپله ټوله توجه به په افغانستان کي د ناټو ځواکونو پرضد مبارزې ته واړوي.

https://p.dw.com/p/13dnU
د پاکستاني طالبانو يوه ډله
د پاکستاني طالبانو يوه ډلهانځور: picture alliance / dpa

د پاکستاني رسنيو له راپورونو سره سم د طالبانو د مشر ملامحمد عمر په لارښوونه د پاکستاني او افغان وسله والو طالبانو يوه پنځه کسيزه شورا جوړه سوې ده.

پاکستاني رسنيو د طالبانو له خولې ليکلي دي، چي ملامحمدعمر د پاکستاني طالبانو له خوا په دې هيواد کي د ځانمرګو بريدونو، سړي تښتونو او د عامو خلګو په وژنه ډير پريشانه دئ او وايي چي هغه د دې کار د مخنيوي له پاره قوماندانان هم ور لېږلي دي.

په راپور کي راغلي دي، چي په دې پريکړه کي د مولوي نذير، حکيم الله محسود، مولانا ولي الرحمن، تحريک طالبان، د شمالي وزيرستان د حافظ ګل بهادر او حقاني ډلي شاملي دي.

خو کارپوهان وايي، چي طالبانو په وار وار دغه ډول خبري کړي دي، خو په حقيقت کي بيا بل څه کوي.

رسنيو ليکلي دي چي په اعلاميه کي دا هم ويل سوي دي، چي ملاعمر غواړي چي د پاکستاني طالبان پاملرنه هم بايد افغانستان ته واوړي او هلته د ناټو ځواکونو پرضد جگړه وکړي نه په پاکستان کښي.

په پاکستاني رسنيو کښي د طالبانو دغه اعلاميه په داسي حال کي خپريږي، چي يوې خواته د افغان دولت او مخالفينو تر منځ د سولي خبري ګړندۍ سوي دي او له بلي خوا د ګلبدين حکمتيار استازو په کابل کي له دولتي چارواکو سره ليده کاته کړي دي.

په افغانستان کي وسله والو طالبانو تيره ورځ وويل، چي په قطر کي د يوه سياسي دفتر د پرانيستلو پر سر يوې موافقې ته رسېدلي دي.

په افغانستان کي د طالبانو ددې خبري تر اعلانيدو وروسته سمدستي په کندهار ښار کي درې چاودني وسوې چي ۱۳ تنه پکښي ووژل سول او تر ۲۰ زيات پکښي ټپيان سول.

حبيب الرحمان تاثير/ کوټه
کتونکی: نجيب الله زيارمل