1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادافریقا

افریقا غنمو ته په انتظار ده

۱۴۰۱ مرداد ۳۰, یکشنبه

د توري بحیرې د محاصرې تر ختمیدو څو اونۍ وروسته د اوکراین د غله جاتو لمړۍ کښتۍ جیبوتي ته پرلاري ده. خو پدې یوې کښتۍ سره په وضعیت کي د ښه والي نخښي لا نه لیدل کیږي.

https://p.dw.com/p/4FoUy
Dürre und Trockenheit am Horn von Afrika
په شرقي افریقا کي وضعیت ډیر خراب دی او اوسیدونکي یې د څلورو کلونو راهیسي د سختي وچکالۍ سره مخامخ دي- په انځور کې یوه ايتوپيايي میرمن انځور: Claire Nevill/AP Photo/picture alliance

بلاخره یو حرکت رامنځته سوی دی. داسي چي د «یو نیټ کورډینېشن سنټر» په حواله په تیر جولای میاشت کي د توري بحیرې د محاصرې تر ختمیدو وروسته په غله جاتو بار تقریبأ شلو کښتیو د اوکراین د بندرونو څخه حرکت وکړ. په دغو کښتیانو کي جواري، غوړي او غنم بار دي، چي ډیره تلوسه ورته موجوده ده. دا هر څه د لوږي سره مخامخ نړۍ د خلګو، لکه افریقا دپاره حیاتي ارزښت لري.

د ملګرو ملتونو د جهاني غذايي پروګرام په حواله په شرقی افریقا کي د سختي لوږي سره د مخامخ خلګو تعداد ۸۹ ملیونو ته رسیږي، چي د هغوی د اوسیدونکو تقریبأ یو پر دریمه حصه تشکیلوي. د همدغه پروګرام د ارقامو پر اساس دا څلورم پرله پسې کال دی، چي د افریقا د ښکر په دغو هیوادونو کي بارانونه ندي اوریدلي او وچکالي پر راغلې ده.

په منځني ختیځ او د افریقا په نورو منطقو کي هم د لوږي سره د مخامخ خلګو تعداد د تیرو کلونو په نسبت په ښکاره ډول سره ډیر سوی  او د غذايي موادو بيي پکښي په اصطلاح اسمان ته ختلي دي. خو پردې سربیره تر اوسه پوري دغو یو څو لږو کښتیانو د افریقا پر خوا حرکت کړی دی، چي په هیڅ صورت  سره د هغوی چاره نه په کیږي.

Ukrainischer Weizen für Afrika | Transportschiff "Brave Commander"
د لبنان تر بیرغ لاندې د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارتر کشتۍ له ۲۳۰۰۰ زره ټنه غنمو سره له اوکراينه افریقا پر لور د حرکت په حال کېانځور: NurPhoto/picture alliance

نوسیدو ؤټولا، چي د جنوبي افریقا د کپټاون د ښار د زراعتي مسایلو، تجارت او منطقوي علاقه مندیو په باب تحقیقات کوي، وايي، چي په افریقا کي د غله جاتو د دغه سخت کمبود څخه باید درس هم واخیستل سي. هغې د دویچه ویلي سره په خبرو کي وویل: « په همهغه اندازه چي د جهاني تجارت څخه حمایه کوو، باید د شریکانو په منځ کي هم همیشه تنوع او رنګارنګۍ ته پام وکړو.»

ؤټولا ټینګار وکړ، چي افریقا د روسیې او اوکراین په غله جاتو باندي سخته تړلې ده، چی دا حالت باید تغیر وخوري. یوازي اوکراین تر اوسه پوري د افریقا د ضرورت ۱۶ فیصده غله جات صادروله، چي « دې کار موږ ډیر اسیب پذیره کړي یو.»

په غله جاتو بار یوې کښتۍ ته ډیره هیله مندي

پدې منځ کي د «برېف کوماندر» په نامه یوې کښتۍ د استانبول په یوه بندر کي لنګر اچولی دی، تر څو یې مالونه کنټرول سي. په کښتۍ کي د جهاني غذايي پروګرام د خوا ۲۳۰۰۰ ټنه غنم بار دي، چي باید جیبوتي ته ولاړه سي. د دغه پروګرام څخه د مارتین بریک په خبره به د هغه ځای څخه بیا هغه ایتوپیا ته حرکت وکړي، او د ۱،۵ ملیونو انسانانو دپاره په نظر کي نیول سوي دغه غنم به یې یوه نیمه میاشت بس سي.

Dürre und Trockenheit am Horn von Afrika
د ملګرو ملتونو د جهاني غذايي پروګرام په حواله په شرقی افریقا کي د سختي لوږي سره د مخامخ خلګو تعداد ۸۹ ملیونو ته رسیږيانځور: Daniel Jukes/AP Photo/picture alliance

خو دا پوښتنه چي هغه نوري کښتیاني به څه وخت او څومره ژر حرکت وکړي، مارتین ورته محتاطانه جواب ورکړ او ویې ویل: « موږ د ټولو چینلونو سره په ارتباط کي یو او د اصلي پیسه ورکوونکو هیوادو سره په خبرو کي یو، چي ډيري پیسې راکړي، ځکه چي ضرورت ډیر زیات دی. موږ کوښښ کوو، تر کومه ځایه پوري چي ممکنه وي، خلګو ته غله جات ورسوو. خو موږ ډیر لږ غذايي مواد په اختیار کي لرو. موږ کوښښ کوو، هغه چاته چي سخت مجبوره دي، ورسره اول کومک وکړو.»

په شرقي افریقا کي وضعیت ډیر خراب دی او اوسیدونکي یې د څلورو کلونو راهیسي د سختي وچکالۍ سره مخامخ دي.

خو بیا هم د افریقا پر خوا په غله جاتو بار د کښتیانو حرکت امیدواري رامنځته کړې ده او د غذايي محصولاتو په قیمتو کي تقریبأ لس فیصده کموالی راغلی دی، خو بیا هم د تیر کال په نسبت ۱۶ فیصده لوړ دي.

آ./م.ق.م./ا.ا.