1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افشا شوي سندونه: چین له دلیل پرته ایغوریان زنداني کوي

۱۳۹۸ بهمن ۳۰, چهارشنبه

د تازه خپرو شویو مخفي سندونو له مخې، چین یوازې د مذهب او کلتور له کبله د ایغور اقلیت مسلمان غړي زنداني کوي. دویچه ویله د هغو ایغوریانو له خپلوانو سره خبرې کړي چې د شینجیانگ ایالت په کمپونو کې لا درکه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3Xz5u
DW Investigativ Projekt: Uiguren Umerziehungslager in China ACHTUNG SPERRFRIST 17.02.2020/17.00 Uhr MEZ
د روزي مېمت توتهتي د کورنۍ اکثره غړي په کمپونو کي لادرکه سوي ديانځور: DW/N. Conrad

د ترکیې د استانبول ښار له ګڼې ګوڼې ډکې په سلطان مراد سیمه کې یوه نرۍ او ساده زینه ډیره په اسانۍ سره له پامه خورځیدلی شي، داسې یوه زینه چې په زیرخانه کې جوړ یوه روښانه جومات ته ورکوزیږي.

په زینو تر کوزیدو وروسته، یوه کوچنۍ نجلۍ د سپینو او طلايي پایو شاوخوا منډې وهلي او بل لوري ته لسګونه کسان چې زیاترو یې د ژمي کوټونه په تن کړي، په یوه شنه قالینه په لمانځه ولاړ دي.

په لمانځه ولاړ سړي ټول د چین ایغور مسلمانان دي، هغه ډله کسان چې د چین په شمال غربي شینجیانګ نیمه خپلواکه سیمه کې میشت دي. د چین په شینجیانګ ایالت کې، دغه راز د ماسپښین لمونځونه یو ډیر خطرناک کار شمیرل کیږي. د ۲۰۱۶م کال راهیسې، د چین حکومت د ایغور مسلمانانو په نیولو او زنداني کولو پیل کړی دی او تر نیول کیدو وروسته دوی د مسلکي تعلیم د روزنې په مرکزونو کې ساتل کیږي داسې یوه چینايي اصطلاح چې په غرب کې د «د بیاروزنې» د کمپونو په نامه یاديږي.

کله چې له دغو ایغوریانو څخه وپوښتل شول چې څوک په شینجیانګ کې داسې خپلوان لري چې د چین د زندانونو او د کمپونو په شبکو کې لادرکه شوي، ټولو یې لاسونه پورته کړل. دوی بیا وروسته خپل ځیرک تلیفونونه را وایستل او د خپلو خپلوانو د پیژندپاڼو، د خپلو میرمنو، ماشومانو او والدینو داسې انځورونه یې راوښوول چې اوس په چین کې داسې لادرکه دي چې څوک یې په هکله هیڅ معلومات نه لري.

له دوی څخه یوه یې په تلیفون کې د یوې ډنګرې او ځوانې نجلې په ښوولو سره وویل: «زه نه پوهیږم چې زما لور به اوس ژوندی وي او که نه.» د دې جومات ملا امام په قهرجنه لهجه دویچه ویله ته وویل: «د چین حکومت غواړي چې بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي او ټول هغه کسان له منځه یوسي چې هلته [په شینجیانګ] کې ژوند کوي. دوی غواړي چې ایغوریان او زموږ فرهنګ ووژني.»

تر اوسه پورې دا ډیره سخته ده چې وویل شي چې په چین کې څومره ایغوریان زنداني شوي دي. د اټکلونو له مخې، په شینجیانګ ولایت کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه ایغوریانو له ډلې څخه شاوخوا ۱ میلیون یې د چین د حکومت له لوري زندانونو ته په ورته کمپونو کې لادرکه دي.

له سیمې څخه را رسیدلي رپوټونه بیا ښيي چې ځینې نیول شوي ایغوریان د نامعلومې مودې له پاره په بند کې ساتل کیږي او ځینې نور یې بیا د کار یو شمیر کمپونو ته انتقال شوي دي. هغه کسان چې بیرته له خپلو کورونو سره د یوځای کیدو اجازه ترلاسه کوي، د ځايي چارواکو تر کلک څار لاندې نیول کیږي او د دوی د تګ راتګ آزادي هم محدوده وي.

په عین وخت کې چینايي چارواکي بیا ادعا کوي چې «د روزنې مسلکي مرکزونه» په اصل کې د «سخت دريځۍ» له نظریې سره د مبارزې له پاره جوړ شوي دي او دا چې دغه مرکزونه ایغور مسلمانانو ته ارزښتاناکه مهارتونه ورزده کوي. ویل کیږي چې په دغو کمپونو کې زنداني شوي ایغوریان د چلند د بدلون له یوې پروسې څخه تیريږي او دوی ته د ماندارین ژبې کوروسونه هم وړاندې کیږي.

په دې وروستیو کې برلين ته د سفر پر وخت د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په یوه مرکه کې وویل چې ګڼ شمیر غیر دولتي سازمانونو، خبریالانو او ډپلوماټانو ته د دې اجازه ورکړل شوې چې شینجیانګ ایالت ته سفر وکړي او ادعا یې وکړه چې هغوی یادې سیمې ته د سفر پرمهال د «بیا روزنې» هیڅ یو کمپ هم ونه لید. وانګ زیاته کړه چې په شینجیانګ کې د [ایغور مسلمانانو] هیڅ راز تعقیب وجود نه لري.

چین د مذهب او فرهنګ له کبله ایغوریان زنداني کوي

په داسې حال کې چې چین په رسمي توګه د دغو کمپونو شتون ردوي، خو د چین د حکومت یو شمیر پټ سندونه چې دویچه ویله او د دویچه ویله نورو ملګرو رسنیو «ان. ډي. آر»، «وي. ډي. آر» او «زود دویچه څایتونګ» تر لاسه کړي دي، دغه کیسه بل راز بیانوي. دغه سندونه ښيي چې چین د سخت دریځۍ د چلند پر ځای ایغور مسلمانان د مذهبي فعالیتونو او فرهنګ له کبله زندان ته اچوي.

د چین د حکومت افشا شوي سندونه چې ۱۳۷ پاڼې دي، په دوی کې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸م کالونو په ترڅ کې د زنداني شویو ۳۱۱ تنو ایغور مسلمانانو نومونه او د پیژند پاڼو شمیرې پکې شاملي دي. د دوی په دوسیو کې بې ساري معلومات لکه د نیول شوي کس د کورنۍ، د هغوی د ګاونډیانو او ملګرو په هکله معلومات درج کړل شوي دي. په دغو اسنادو کې د ۱۸۰۰ څخه د زیاتو کسانو مکمل نومونه، د دوی د تذکرو شمیرې او د دوی د ټولنیز چلند په هکله هم معلومات شامل دي.

DW Investigativ Projekt: Uiguren Umerziehungslager in China ACHTUNG SPERRFRIST 17.02.2020/17.00 Uhr MEZ
د ۱۳۷ پاڼه لرونکي و آلمان ږغ او همکارو رسنیو ته د افشا سوي سند لومړي پاڼهانځور: NDR

په دې اسنادو کې د بیلګې په توګه داسې معلومات هم شامل دي چې مثلاً څوک په کور کې لمونځ کوي او یا د قرآن شریف تلاوت کوي. په دې اسنادو کې سلګونه نور نومونه هم ذکر شوي دي خو په هغوی کې ډیر تفصیلات نه دي ورکړل شوي. د چارو ګڼ شمیر کارپوهان په دې توافق ته رسیدلي چې یو افشا شوی سند چې ګڼ شمیر پاڼې لري او رسمي ټاپه ورباندې نه شته، د ژبې د بڼې او د موادو له کبله ښايي کره وي. دویچه ویله هم له ګڼ شمیر هغو ایغوریانو سره خبرې کړي دي چې د خپلوانو نومونه یې په دې لست کې شامل دي او هغوی هم د کلیدي حقایقو په هکله خبرې کړي دي.

د عبدلولي ایوب په نامه یوه ایغور مسلمان چې په امریکا متحده ایالاتو کې یې زده کړې کړي دي او اوسمهال په ناروې کې ژوند کوي، دغه سندونه دویچه ویله ته رسولي دي. ایوب وروسته له هغې چې غوښتل یې په شینجیانګ ایالت کې د ایغوري ژبې ښوونځي رامنځ ته کړي، د چین د حکومت له لوري ونیول شو او د چین په دغه راز کمپونو کې پنځلس میاشتې تیرې کړي دي.

تر دې وروسته ایوب پریکړه وکړه چې سره له دې چې له حقایقو څخه پرده پورته کول به یې په چین کې کورنۍ له ستونزو سره مخ کړي، د ایغور مسلمانانو په هکله پټ معلومات برملا او افشا کړي. نوموړي دویچه ویله ته وویل چې هغه له وړاندې نه د چینايي چارواکو له لوري تر څار لاندې دی.

د نوموړي په خبره په دې وروستیو کې د هغه د میرمنې ګڼ شمیر خپلوان په شینجیانګ ایالت کې د چینايي چارواکو له لوري توقیف شوي دي. مخکې له دې چې هغه له دویچه ویله سره ملاقات ولري، نوموړي له دې کاره د په شا کیدو په هکله یو ګواښوونکی تماس هم ترلاسه کړ. نوموړي وویل: «هو دا کار خطرناکه دی. خو یو څوک باید په دې هکله څه ووايي او نړۍ ته ووايي چې څه پیښیږي.«

ایغور مسلمانان په چین کې د اوږدې مودې راهیسې له فرهنګي او سیاسي تبعیض سره مخامخ دي کوم چې د پراخ تاوتریخوالي او نا خوښۍ سبب ګرځیدلي دي.

NK/AKH/BS