1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: د بگرام زندان د ساتلو توان نه لرو

۱۳۹۰ مرداد ۲۳, یکشنبه

افغان دولت د امريکايي ځواکونو له لوري د بګرام زندان د امنيت سپارلو په پروسه کي د ځنډ راتګ او په دغه برخه کي د افغان دولت پر ټيته وړتيا اعتراف وکړ.

https://p.dw.com/p/12GHw
د بگرام زندانيان
د بگرام زندانيانانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

د بګرام په زندان کي له ترهګرۍ سره د تړاو په تور نيول سوي په سلګونه تنه افغان او بهرني وګړي ساتل کيږي.

امريکايي ځواکونو ويلي افغان دولت ته يي د دغه زندان د سپارلو لړۍ ځکه ځنډولې، چي ددغه حکومت حقوقي او قضايي بنسټونه د بنديانو د ساتلو وړتيا نه لري.

تيره ورځ نيويارک ټايمز او واشنګټن پوست امريکايي ورځپاڼو د امريکا د دفاع وزارت چارواکو په حواله خبر ورکړی، چي د کابل په شمال کي يې افغان حکومت ته د امريکايي لښکرو د تر ټولو لوی محبس د مسوليتونو د سپارلو لړۍ ځنډولې ده.

د افغان زندان ساتونکو ادارو، قضايي او حقوقي ارګانونو ټيته وړتيا، او له يو شمير زندانونو څخه د سلګونو بنديانو تيښته هغه لاملونه دي، چي ويل کيږي ددغه ځنډ اصلي موخه ده.

په تيرو څو مياشتو کي د افغانسان له څو زندانونو څخه بنديان وتښتيدل، چي تر ټولو ستره پيښه په کندهار کي رامنڅ ته سوه، چي د سرپوزې زندان څخه په سلگونه بنديان و تښتېدل.

کابل او واشنګټن تير کال پر دې هوکړه کړي وه، چي د روان کال تر پايه پوري به د بګرام زندان ټولي چاري افغان ځواکونو ته سپارل کيږي. خو دا چي دغه پروسه اوس ځنډيدلي افغان دولت يي د خپلي ټيټي وړتيا له امله نه بولي.

د افغانستان د عدليي وزارت معين محمد قاسم هاشمزی، وايي، په تيرو څو مياشتو کي د بګرام د زندان ځيني برخي حکومت ته سپارل سوي. خو هغسي وړتيا لا هم نسته چي دغه ټول زندان دي افغانان وساتي.

« تر اوسه ټول زندان موږ ته ندی سپارل سوی، ځکه چي موږ تر اوسه کافي وړتيا نه لرو، دا چي ويل کيږي له يوه سره افغان دولت د زندانونو د ساتلو وړتيا نه لري دا سمه خبره نده، موږ د بګرام زندان يو شمير برخي تر کنټرول لاندي لرو».

په تيرو لسو کلونو کي په افغانستان کي د بهرنيو زندانونو شتون د هغي مسلي په توګه پاتی سوی، چي څو ځله ورباندي د افغان دولت او نړيوالو متحدينو تر منځ لانجې رامنځ ته سوي دي.

هاشمزی وايي که چيري د زندانونو چاري افغان دولت ته هم وسپارل سي پس له دي به يي ساتنه دوی نه بلکي د کورنيو چارو وزارت کوي.

ځکه د محابسو هغه رياست چي د عدليي په وزارت پوري تړلی دی هومره کافي پرسونل او وسايل نه لري، چي د ملک دننه پري د ټولو زندانونو ساتنه او پالنه وکړي.

تر اوسه پوري په دقيقه توګه نده معلومه چي د بګرام زندان ټولي چاري به کله افغان دولت ته وسپارل سي، خو له بهرنيو متحديدنو د افغان ولسمشر د غوښتنو په ډله کي يوه او تر ټولو مهمه يي همدا د بهرنيو ځواکونو د زندانونو تړل او افغان دولت ته يي د چارو سپارل دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل