1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان روبات جوړوونکو نجونو په اروپا کې هم جایزه وګټله

۱۳۹۶ آذر ۹, پنجشنبه

د افغان نجونو د روبات جوړوني ډلې چې تر دې مخکې یې امریکا متحدو ایالاتو ته هم سفر کړی وو، د اروپا په یوې معتبري سیالۍ کې جایزه ګټلې ده.

https://p.dw.com/p/2oXl7
USA Global Robotics Challenge 2017
انځور: picture alliance/AP Photo/J. Martin

په لندن کې د افغانستان سفارت رویترز بنسټ ته د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې دغې ډلې سیالۍ ته په لمر چارجیدونکی روبات وړاندي کړی وو. دغه روبات کولای شي له بزګرانو سره په ورځینو چارو کي، لکه تخم پاشولو او فصل ټولوني په برخه کې مرسته وکړي.

دغو نجونو د استیونیا په پلازمینه تالین کې د نوامبر له ۲۴مې څخه تر۲۶مې نیټي پوري په ترسره کیدونکې سیالۍ کې جایزه ګټلې ده. دغه سیالۍ د «روباتیکس» په نوم یادیږي چې افغانو نجونو پکښې د «کارآفریني سیالۍ» کې جایزه ګټلې ده.

په دې برخه کې باید داسې روباتونه سیالۍ ته وړاندي شي چې د نړۍ ریښتني ستونزې د داسې روباتونو په مرسته حلوي چې خلک یې ښايي رانیولو ته لیوالتیا ولري.

په لندن کې د افغانستان سفیر سعید طیب جواد، په یوه بیانیه کې وویل: «دا د نړۍ د خلکو له پاره یوه ښه بیلګه ده چې که ځوانو افغانانو ته سم شرایط او د زده کړې په برخه کې داسې امکانات برابر شي چې هغوی پرمختگ وکړ، نو دغه افغانان ډیر څه ترلاسه کولای شي.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «هغوی بې له شکه د افغانستان راتلونکې دي.»

د افغان روبات جوړوونکو نجونو دغه ډله په تیره جولای میاشت کې له هغه وروسته په خبرونو کې مطرح شوې چې امریکا متحدو ایالاتو د دې ډلې څلورو غړو ته د سفر ویزې له ورکولو ډډه وکړه.تر هغه وروسته چې په رسنیو کې په دې اړه ډیر بحثونه وشول، نو بیا امریکایي چارواکو خپله پریکړه بدله کړه او هغوی ته یې ویزې ورکړې.

په ایستونیا کې تر بریا وروسته، هغوی ته یوه نقدې جایزه ورکړل شوې او د راتلونکي کال په می میاشت کې په امریکا متحدو ایالاتو کې د روباتونو یوې لویې سیالۍ ته دعوت شول.

m.s/n.z (RTRE)

زموږ له ارشيف څخه: