nasir۱۳۹۶ مهر ۱, شنبهتیره اونۍ آلماني رسنیو یو خبر خپور کړ چې دوو تنو افغان مهاجرو د آلمان د مونشن ښار په مربوطاتو کې پر یوې ۱۶ کلنې نجلې جنسي تیرې کړی او دریم تن د لارویانو د را رسیدو له امله ؤ نه توانید ورته عمل ترسره کړي. دغه پيښه د آلمانانو په ګډون په آلمان کې میشت افغان مهاجرو له سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي. یو افغان مهاجر له دویچه ویله سره په مرکه کې د دې کار عاملينو ته د سختې سزا غوښتنه کړې. مرکه دلته واورئ: