افغان نجونې نشيي توکو ضد کمپیوټرې لوبې جوړوي
په افغانستان کې یوه شمیر نجونو یو ډول کمپیوټري لوبه جوړه کړې چې پر مټ یې د نشيي توکو له کرکیل او قاچاق سره مبارزه کیږي. دا چې کمپیوټري ګیم یا لوبه د نشيي توکو سره څه ډول اړیکه لري، په دې انځوریز البوم کې ورته کتنه شوې.
د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې د نجونو یوې اوه کسیزې ډلې د «نشه یی توکو سره د مبارزې» تر نامه لاندې یو کمپیوټري ګیم یا لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده.
دغه نجونې د «Code to inspire» یا د کمپیوټري کوډونو د لیکلو له لارې د هڅوونې د مرکز زده کوونکې دي. دوی په دریو میاشتو کې په دې توانیدلې چې خپله کمپیوټرې لوبه بشپړه کړي.
د دې مرکز یو تن ښوونکی احسان احراري وايي چې دغه کمپیوټري ګیم یا لوبه په هلمند ولایت کې د یوه ریښتیني داستان په اساس جوړ شوی چې پکې لوبه کوونکي کسان د ستونزمنو لړیو وروسته، د نشيي توکو پټي یا حاصلات له منځه وړي او بیا یې پر ځای زعفران کري.
نوموړي په دې هکله زیاته کړه: «د دې مرکز شاګردان هڅه کوي چې د مختلفو ګیمونو یا کمپیوټري لوبو د جوړولو له لارې په هیواد کې دننه د [خلکو] دردونو ته انعکاس ورکړي.»
د دې کمپیوټري لوبې یا ګیم یوه جوړوونکي نرګس حسني وايي چې: «له دې امله چې له نورو همکارانو سره په ګډه مې وکولی شول کمپیوټري لوبه جوړه کړم، ډیره خوښه یم.»
هغه زیاتوي چې په دې کمپیوټري لوبه کې یې افغان امنیتي ځواکونه انځور کړي چې د مخدره توکو له قاچاق وړونکو سره مبارزه کوي او بیا له یو لړ ستونزمنو هڅو او د قاچاقچیانو تر لمنځه وړلو وروسته، امنیتي ځواکونه د نشيي توکو ټول پټي او حاصلات سوځوي او په ځای یې زعفران کري.
مهتاب هم یو له هغو نجونو څخه ده چې د کمپیوټري لوبې په جوړولو کې ونډه اخسیتي، هغه وايي: «موږ غواړو نړیوالو ته ووایو چې موږ د نشيي توکو د کرکیل، قاچاق او تولید مخالف یو او دا هم وښیو چې نشيي توکي کورونه ورانوي او زموږ زرګونه ځوانان یې معتاد کړي دي.
هغې له ټولو ځوانو نجونو وغوښتل چې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي او د خپلو استعدادونو د پرمختګ له پاره لاس په کار شي ترڅو د هیواد د ټولنیزو ستونزو د حل په برخه کې اغیزمن ثابت شي.
د کمپیوتري کوډ لیکلو د مرکز مسوول حسیب رسا په هرات ولایت کې د افغان میرمنو له پاره د دولت له لوري د ملاتړ نه شتون د دوی د کارونو د پرمختګ پر وړاندې یو اصلي خنډ په ګوته کوي.
د «نشيي توکو پر وړاندې مبارزه» د کمپیوټري لوبې یوه صحنه په دې انځور کې لیدلی شي چې تر آزموینې لاندې ده. د ګیم جوړونکو په حواله دغه لوبه به ډیر ژر د خلکو د لاس رسي وړ وي.
د کوډ لیکنې له لارې د هڅوونې مرکز په ۲۰۱۵م کال کې په هرات کې رامنځ ته شو او اوسمهال په دې مرکز کې شاوخوا ۹۰ نجونې د کمپیوټري لوبو یا ګیمونو، د مبایل اپلیکشنونو، د ویبپاڼې د ډیزاین، ګرافیک او نورو اړوندو برخو کې بوختې دي.