1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان به په مستقیم ډول په نړیوال جام کې ولوبیږي»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ مهر ۹, سه‌شنبه

د افغانستان د کرکیټ د لوبډلې روزونکی کبیر خان، وایي چې لوبډله به یې نړیوال پنځوس اوریزو سیالیو ته په مستقیم ډول د لارموندنې په موخه د چهارشنبې او جمعې په ورځ له کینیا څخه په پرله پسې ډول دوه لوبې وګټي.

https://p.dw.com/p/19s4T
انځور: AP

کبیر خان د فرانسې له خبري آژانس سره په مرکه کې وویل: «دا زموږ له پاره ډیره مهمه خبره ده چې په مستقیم ډول نړیوالو پنځوس اوریزو سیالیو ته لار وموندو. که نه نو د لارموندنې په راتلونکو لوبو کې چې په نوي زیلاند کې ترسره کیږي به پر افغان لوبغاړو ډیر فشار وي.»

نړیوالې پنځول اوریزې سیالۍ په ۲۰۱۵ کال کې په نوي زیلاند او استرالیا کې ترسره کیږي. د روانو سیالیو دوه لومړۍ ډلې به په مستقیم ډول دغو لوبو ته لار وموندي. ایرلند لا وختي د ۲۴ نمرو په ګټلو سره په د دغو لوبو د لومړي مستقیم ګډوال په توګه ټاکل شوی دی. اوس نو متحده عربي امارات او افغانستان د دویم ځای پر سر سره سیالی کوي. که افغانستان خپلې راتلونکې دواړه لوبې وګټي نو له متحده عربي امارتو څخه به یې نمرې ډیرې شي او په دې ترتیب سره به په مستقیم ډول نړیوال جام ته لار وموندي. خو که دغه لوبه د خپلو راتلونکو دوو لوبو له ډلې څخه یوه یې هم وبایلې نو باید په نوي زیلاند کې د لار موندې په سیالیو کې ګډون وګړي.

د افغانستان د لوبډلې روزونکي وویل: «موږ غواړو چې په مسقیم ډول دغو لوبو ته لار وموندو او نړیوال جام ته خپل تمرینات پیل کړو.»

کبیر خان زیاته کړه، هغه ډاډه دی چې افغان لوبډله به د کینیا پر وړاندې په خپلو راتلونکو لوبو کې بریا ترلاسه کړي. کبیرخان ټینګار وکړ چې لوبډله یې په دې پوهیږي چې د راتلونکو لوبو ګټل د هغوی له پاره څومره ارزښت لري: «کله چې ۱۸ میاشتې مخکې لوبډلې ته راغلم، موږ پوهیدو چې باید پاتې ټولې لوبې وګټو ترڅو نړیوال جام ته په مستقیم ډول لار وموندو.»

متحده عربي اماراتو د یکشنبې په ورځ نمیبیا ته په ماتې ورکولو سره ۱۸ نمرې تر لاسه کړې او په دې ترتیب سره تر ایرلند وروسته، دویمه ډله ده چې کولای شي نړیوالو لوبو ته لار وموندي. اوس نو باید افغانستان د اکتوبر په دویمه او څلورمه نیټه کینیا ته ماتې ورکړي ترڅو تر متحده عربي اماراتو یې نمرې ډیرې شي او په دې ترتیب سره په مستقیم ډول نړیوالو لوبو ته لار وموندي.

که افغانستان د خپلو راتلونکو لوبو له ډلې څخه یوه یې هم وبایلې نو په ۲۰۱۴ کال کې به په نوي زیلاند کې د لارموندې په سیالیو کې برخه واخلي. په دغو لوبو کې به افغانستان د هانکانګ، نیپال، نوې پاپوا ګینه او یوګاندا پر وړاندې ولوبیږي.