1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: بیلابیلو پېښو درې کسان وژلي دي

۱۳۹۱ خرداد ۵, جمعه

افغان امنیتي چارواکو ویلي دي چې د جمعې په ورځ د افغانستان په درې سویلي ولایتونو کې چاودنو درې کسان وژلي دي او لږ تر لږ نهه نور ئې ټپیان کړي دي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/152Gu
انځور: dapd

لومړۍ چاودنه په اروزګان ولایت کې رامنځ ته شوې ده. په دې ولایت کې د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې د جعمې په ورځ د پولیسو یو موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو چې په پایله کې ئې یو پولیس ووژل شو او دوه نور ټپیان شول. دا پېښه د اروزگان ولایت په چوره ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

دویمه پېښه د هلمند په ولایت کې رامنځ ته شوه. په دې ولایت کې هم د سړک د غاړې یوه ماین د دوه تنو ملکیانو ژوند واخیست او څلور نور ئې ټپیان کړل. په پېښه کې د دغو کسانو موټر پر دې ماین برابر شوی وو.

د هلمند ولایت یوه ویاند داود احمدي، ویلي دي چې دا پېښه د دې ولایت په گریشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د احمدي په خبره د سړک د غاړې دا ماین د ناټو یوه کمپ ته نزدې ځای پر ځای شوی وو او هدف ئې د ناټو د سرتیرو په نښه کول وو.

دریمه پېښه د کندهار په ولایت کې رامنځ ته شوه. د دې ولایت د امنیې قوماندان جنرال عبدالرزاق، وویل چې په پېښه کې یوه ځانمرگي برید کوونکي خپل ځان د سپین بولدک په ولسوالۍ کې وچاوه. د نوموړي چارواکي په خبره په پېښه کې د افغانستان د سرحدي پولیسو یو سرتیری او دوه تنه ملکیان ټپیان شول.

په افغانستان کې دغه بریدونه په داسې حال کې تر سره کیږي چې همدا اوس د فرانسې نوی ولسمشر فرانسوا اولاند، په افغانستان کې دئ چې له خپل افغان سیال او همداراز به افغانستان کې میشتو فرانسوي ځواکونو سره وویني.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لا تر وړاندې په دوبي کې د پسرلنیو عملیاتو د پیلولو اعلان کړی وو. وخت ناوخته د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د سړک د غاړې د ښخو شوو ماینونو پیښې رامنځ ته کيږي چې د دولتي سرتیرو سربیره ملکي وګړي هم د دغه ماینونو قربانیان وي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض