1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته يوه بله ډله افغان مهاجر اخراج سول

۱۳۹۶ آبان ۳, چهارشنبه

له جرمني څخه يوه بله ډله افغان مهاجر تر اخراج وروسته د چهارشنبې په سهار د کابل نړيوال هوايي ډگر ته ورسېدل.

https://p.dw.com/p/2mRvX
Deutschland Abschiebeflug vom Flughafen Leipzig-Halle nach Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

په افغانستان کي د کډوالو د نړیوال سازمان مامورينو ويلي دي چي په هغه الوتکه کي چي د جرمني له لايپڅيگ هاله هوايي ډگر څخه د کابل نړيوالي هوايي ډگر ته رسېدلې، پکښې ۱۴ اخراج سوي ځوان افغان مهاجر ول.

د جرمني چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه په رسمي توگه څه ويلي نه دي او دا هم تر اوسه پوري روښانه نه ده چي دغه افغان مهاجر له د جرمني له کومو ایالتونو څخه اخراج سوي دي او دوسيې ئې څه ډول وې.

خو د جرمني چارواکو په وارو وار ويلي دي چي هغه افغانان چي جرمونه ئې کړي وي، دغه هیواد ته خطر وي او يا د خپل هويت په روښانه کولو کي له دوی سره مرسته نه کوي، بيرته ئې افغانستان ته لېږي.

د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر مياشتي راهيسي د جرمني حکومت افغانستان ته په ۷ ځانگړو پروازونو کي ۱۲۸ افغان پناه غوښتونکي اخراج کړي دي.

د افغان مهاجرو د دغه اخراج پرضد د سه شنبې په ورځ د لايپڅيگ هوايي ډگر مخي ته شاوخوا ۱۵۰ کسانو مظاهره وکړه. هغوی له آلمان څخه د افغانانو د «اخراج ضد» شعارونه له ځان سره لرله.

د آلمان د کیڼ اړخي ګوند غړي جولین نیجال، وویل: «موږ نه پوهیږو چې په دې الوتکه کې به څوک کښینول سي، خو آن که هغه مجرمان هم وي، بايد له خطر سره مخامخ نه سي.»

له جرمني څخه د ځينو افغان مهاجرو د اخراج موضوع ډېره جنجالي ده، ځکه په افغانستان کي ورځ تر بلي د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جگړې زياتيږي.

په افغانستان کي وروستيو خونړيو چاودنو او پيښو ته په کتو سره د جرمني ځيني سياستوال د افغان مهاجرو له اخراج سره مخالف دي. خو مرکزي حکومت ټينگار لري چي په افغانستان کي داسي سيمي سته چي امنيتي وضعيت پکښې خوندي دئ.

زموږ له ارشيف څخه: