1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان غواړي د کانونو له لارې د ترمپ پام ځان ته واړي

۱۳۹۶ فروردین ۱۷, پنجشنبه

افغان حکومت غواړي چې د لیتیم په ګډون د خپلو طبیعي زېرمو په استخراج سره د ولسمشر ترمپ پام ځان ته واړوي او په دې ترتیب لا ډیر امریکایي ملاتړ ترلاسه کړي. لیتیم د ګرځندو تلیفونونو او لپتاپونو په بتریو کې کارول کیږي.

https://p.dw.com/p/2amHH
afghanische Kohlenmine
انځور: Paula Bronstein/Getty Images

خو د افغانستان د طبیعې زېرمو کیندنه چې د اټکلونو له مخې د یو او درو تریلیونو ډالرو تر منځ ارزښت لري، ښايي ډیر وخت ولري. یوه ډیره لویه ستوزه په وروستیو کلونو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت لا خرابیدل دي. د بیلګې په توګه د افغانستان د لیتیمو تر ټولو لویه زېرمه اوس په داسې ځای کې ده چې امنیتي وضعیت پکښې ښه نه دی.

تر اوسه پورې د افغانستان په تړاو د ولسمشر ترمپ سیاست روښانه نه دی. هغه د خپلې کاري دورې له پیلیدو راهیسې د افغانستان په اړه، چې د امریکا له پاره په تاریخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه ده، ډیرې لږ خبري کړي دي.

تیره میاشت تر ټولو لوړپوړي امریکایي پوځي چارواکي په افغانستان کې د سرتیرو د ډیریدو غوښتنه وکړه. کابل هم د دې غوښتنې هرکلی وکړ، خو سپیني ماڼۍ لا تر اوسه پورې په ډاکه کړې نه ده چې د افغانستان په هکله به څه وکړي: ایا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر زیات کړي؟ ایا خپل سرتیري به په دې هیواد کې کم کړي او که یو بشپړ نوي سیاست به غوره کړي.

همدا اوس په افغانستان کې شاوخوا ۸۴۰۰ امریکایي سرتیري میشت دي، چې اصلي دنده یې د افغان ځواکونو روزنه او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کول دي.

کابل بیا هیله لري چې طبیعي زېرمي به ولسمشر ترمپ وهڅوي چې افغانستان ته ډیره توجه وکړي.

د بنسټونو، بشري پانګې او تکنالوژي په برخه کې د افغان ولسمشر مشاور محمد همایون قیومي، وویل: «افغانستان د امریکا د صنعت له پاره کیدای شي چې یو ښه ځای وي، د پانګوني چانسونو ته په کتو سره بیا په ځانګړې توګه د کانونو د کیندني سکتور. دا ځکه چې ډيري زېرمي کیندل شوې دي.»

قیومي اسوشیتد پرس خبري آژانس ته وویل: «افغانستان تل په بیلابیلو برخو کې د امریکا متحدو ایالاتو له پانګونې سره لیوال دی، په ځانګړې توګه بیا د کانونو کیدنې په برخه کې. موږ د کانونو ځینې ستراتیژیکې زيرمي هم لرو، لکه د لیتیم زيرمي.»

قیومي ویلي دي چې د ترمپ اداره د افغانستان له طبیعي زېرمو سره لیوالتیا لري. هغه روښانه کړې ده چې په فبروري مياشت کې د ترمپ او غني خبري اترې پر امنیت باندي متمرکزي وې.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي دي چې واشنگټن د افغانستان د ثبات له پاره اقتصادي پرمختګ ډیر اړین بولي. هغه زیاته کړې ده چې په دې برخه کې د کانونو کیندنه ډیره مهمه ده. هغه روښانه کړې ده چې امریکا غواړي له افغان سوداګرو سره کار وکړي چې خصوصي سکتور پیاوړی کړي. دغه چارواکي د نوم د نه بربنډیدو په شرط خبري کړي دي.

د افغانستان د طبیعي زېرمو په اړه په ۲۰۰۷م کال کې بحثونه لا پسې تاوده شول، ځکه د افغان حکو مت او امریکا متحدو ایالاتو یوې جیولیژیکي سروې وموندله چې د افغانستان طبیعي زېرمي تر هغه څه چې پخوا یې اټکل کیدی ډیري زیاتي دي.

د افغانستان د طبیعي زېرمو په برخه کي له لیتیم سره لیوالتیا ډیره زیاته ده. خو د دغو موادو ایستل ښايي ډیر ستونزمن وي ځکه هغه د جګړې په حال کې سیمو کې تر ځمکې لاندي پراته دي.

د افغانستان د لیتیمو لويه زېرمه په غزني، هرات او نیمروز ولایتونو کې دي. په هرات او نیمروز کې وخت نا وخت جګړې کیږي، خو د غزني په هغه سیمه چې لیتیم پکښې موجود دي، طالبان پراخ حضور لري.

ډېر کانونه د جنګسالارانو تر کنترول لاندي دي چې پر خپل سر یې کیندي او پیسې خپلو جیبونو ته اچوي.

اداري فساد بله ستونزه ده چې د کان کیندني سکتور یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړی دی. په ۲۰۱۶م کال کې د اداري فساد پر ضد «نړیوال څار سازمان» وویل چې د کانونو سکتور په افغانستان کې له جګړې سره مرسته کوي. پر دې سربیره دا هم ویل شوي چې ځایي زورواکانو د ځينو تړونونو مخه هم نیولې ده.

 

زموږ له ارشيف څخه: