1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: په یمن کې مو د سعودي عربستان د عملیاتو ملاتړ نه دی کړی

مسعود جهش (رضا شیر محمدي)۱۳۹۴ فروردین ۱۴, جمعه

کارپوهان وایي د سعودي عربستان او یمن په اړه د افغانستان وروستی موقف له ایران سره د دې هیواد اړیکې ستونزمنولای شي، خو افغان چارواکي ټینګار کوي چې د حرمین شریفین دفاع د هر مسلمان دنده ده او په بیانیې کې همدا راغلي دي.

https://p.dw.com/p/1F2TP
انځور: picture-alliance/epa/Y. Arhab

ولسمشریزې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه چې په راغلي وو چې افغانستان د اړتیا په صورت کې له «سعودي عربستان څخه چې حرمین شریفین په کې پراته دي» دفاع کوي. دغه اعلامیه په داسې حال کې خپره شوه چې اوس سعودي عربستان د یوه سیمه ییز ایتلاف مشري پر غاړه لري او په یمن کې د حوثي شیعه یاغیانو پر ضد چې ایران ورڅخه په ملاتړ تورن دی، هوایي بریدونه ترسره کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې بیانیه کې همداراز راغلي دي چې افغانستان له سوله ییزې او دیپلوماتيکي لارې د یمن د کړکیچ د پای ته رسیدو غوښتونکی دی.

د اعلامیې خپریدو په افغانستان کې د یو شمیر سیاسي کارپوهانو نیوکې راوپارولې، ځکه دغه کارپوهان ګواښ کوي چې له دې سره د افغانستان او ګاونډي هیواد ایران اړیکې ستونزمنیدای شي.

له ایران سره مخامخیدل؟

د سیاسي چارو کارپوه وحید عمر، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې افغانستان د سولې په بهیر کې د سعودي عربستان او د هغه د نزدې متحده پاکستان د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه دغه اعلامیه خپره کړې ده. عمر ګواښ وکړ چې په اوسني وضعیت کې له سعودي عربستان څخه ملاتړ په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي، بلکې د دې لامل کیږي چې د کابل او تهران اړیکې ترینګلې کړي او په یوه بل ډول په افغانستان کې ناآرامۍ رامنځ ته کړي. هغه زیاته کړه: «د سعودي عربستان په ملاتړ د اعلاميې خپرول او له یمن سره د هغې تړل، په خپل ذات کې د یمن په جګړې کې د سعودي عربستان په مشري د رامنځ ته شوي ایتلاف ملاتړ دی. دا له ایران سره یو ډول مخامخې رامنځ ته کوي.»

خو د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند اجمل عبید عابدي، دویچه ویله ته وویل چې د سعودي عربستان په خاوره کې له حرمین شریفین څخه دفاع کول د هر مسلمان دنده ده. هغه زیاته کړه: «زموږ برداشت او باور دا دی چې د حرمین شریفین دفاع د هر مسلمان دنده ده. د همدې دندې له مخې که کله د حرمین شریفین هیواد ته ګواښ متوجه وي، نو موږ د هغوی دفاع کوو. د سعودي عربستان حکومت پیاوړي او لوی دی نو له دې کبله موږ اوس پر نورو احتمالاتو باندې خبرې نه کوو.»

سعودي عربستان تر هغه وروسته په یمن کې د پوځي مداخلې پریکړه وکړه چې حوثي شیعه ملیشو د پلازمینې صنعا په ګډون د دغه هیواد ډیرې برخې تر خپل کنترول لاندې راوستي چې په پایله کې يې د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي، لومړي د عدن ښار ته ولاړ او بیا وروسته سعودي عربستان ته ورسید.

د سعودي عربستان په مشري په جوړ شوی ایتلاف کې له عمان پرته د خلیج د هاشیې تول هیوادونه، مصر، ترکیه او پاکستان ونډه لري. دغه ایتلاف اوس په یمن کې د حوثي ملیشو او نورو وسله والو ډلو پر اډو باندې هوایي بریدونه کوي.

له بلې خوا د افغانستان د ملي یووالی حکومت اجرائیه وي رییس عبدالله عبدالله، رسنیو ته ویلي دي چې د خپرې شوې اعلامې هدف په یمن کې له روانو پوځي عملیاتو څخه ملاتړ نه دی. هغه روښانه کړې ده: «په دې اعلامیه کې پر کوم هیواد باندې له پوځي برید څخه ملاتړ نه دی شوی او په واضیح توګه په کې راغلي دي چې که حرمین شریفین ته ګواښ متوجه وي نو له هغه څخه دفاع د هر مسلمان دنده ده. له دې کبله چې افغانستان پخپله له جګړې دردیدلی نو موږ د خبرو له لارې د شخړې د حلیدو غوښتونکي یو. موږ په عین حال کې د دولتونو پر مشروعیت باندې باور لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې د چارو کارپوه وحید عمر، وایي چې همدا اوس سعودي عربستان او ایران په یمن او سوریې کې په نیابتي جګړې بوخت دي. هغه ادعا کوي چې دغه دواړه هیوادونه په افغانستان کې هم نیابتی جګړي کوي او د افغان حکومت وروستی موقف به د دې لامل شي چې دغه جګړه په افغانستان کې لا پسې توده شي.

«مخکې له وخته اعلامیه»

د افغانستان د پارلمان د نړیوالو اړیکو د کمیسیون مشر عبدالقادر ځاځي وطندوست، وايي چې د ولسمشریزې ماڼۍ له خوا خپره شوې بیانیه «مخکې له وخته» ده او یوازې د حکومت موقف ښيي نه د افغانستان د دولت. هغه روښانوي چې په دې اړه د افغانستان له پارلمان سره هیڅ ډول مشوره نه ده شوې.

د وطندوست په خبره دا به ښه وای چې افغانستان په دې مرحله کې هیڅ نه وی ویلي او بیطرفه پاتې شوی وای. خو هغه ټینګار کوي چې ایران باید د افغانستان د ګاونډي په توګه د سولې له پاره د افغانستان هلې ځلې درک کړي: «هغه کارونه چې په وروستیو وختونو کې یې زموږ ولسمشر ترسره کوي، د بیلګې په توګه د امریکا په ګانګریس کې د هغه وینا او یا هم له سعودي عربستان څخه د هغه ملاتړ، له دې کبله دي چې دغه هیواد سره حسنه اړیکې رامنځ ته شي. ځکه سعودي عربستان د سولې په بهیر کې نقش لوبولی شي. ایران باید دغه موضوع درک کړي.»

تر دې مخکې پاکستان هم له سعودي عربستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړي وو. کارپوهان په دې اند دي چې ولسمشر غني غواړي له دې لارې سعودي عربستان او پاکستان چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ډیر بیاوړی نقش لوبولي شي، خوشحاله کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب