1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان یو ځل بیا د ICC انټرکانټینینټل کپ سیالي وګټله

۱۳۹۶ آذر ۱۱, شنبه

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلې د ای سي سي انټرکانټینینټل کپ ۲۰۱۷م سیالیو په لړ کې نن متحده عربي اماراتو ته په ماتی ورکولو سره د دغو لوبو اتلولي خپله کړه.

https://p.dw.com/p/2oeOr
Indien Cricket T20 World Cup - Afghanistan vs. Simbabwe
آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/P. Bhoot

دغه سیالۍ د نوامبر میاشتې په ۲۸ نیټه په شارجه کې پيل شوې وې. د دغو څلور ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه د متحده عربي اماراتو او افغان ملي لوبډلې تر منځ ترسره شوه چې د اماراتو لوبډلې د پچې تر ګټلو ورسته افغان لوبډلې ته د توپوهنې (بیټنګ) بلنه ورکړه.

د دې سیالیو د وروستۍ لوبې په لومړي ایننګز کې د افغانستان ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو د لوبډلې په مقابل کې د نهو لوبغاړو په سوزیدو سره ۵۱۰ منډې(رنزونه) جوړې کړې. د اماراتو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو سره وکولای شول یوازې ۱۹۷ منډې جوړي کړي. د دویم ایننګز په ترڅ کې د اماراتو لوبډلې بیا ۳۳۱ منډې جوړې کړې او په دې توګه یې د افغانستان لوبډلې ته د ۱۹ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لوبډلې په ۵،۴ اورونو کې په داسې حال کې چې هیڅ کوم لوبغاړی یې نه وو سوزیدلی(اووټ) ۲۱ منډې جوړې کړې او په دې توګه یې د ای سي سي انټرکانټینینټل کپ د ۲۰۱۷ کال د سیالیو جام ترلاسه کړ.

افغان لوبډلې مخکې تر دې د هانګ کانګ لوبډلې ته ماته ورکړې وه او په دې توګه د دغو څلور ورځنیو لوبو په جدول کې تر ایرلنډ مخکې شوی وو. ایرلنډ په دې جدول کې د ۱۰۹ نومرو سره دویم او افغانستان له ۱۲۱ نومرو سره په اول مقام کې ځای نیولی دی. افغانستان په ۲۰۱۰م کال کې هم د ای سي سي انټرکانټینینټل کپ اتلولي ګټلې وه.

دغه سیالي په هرو دوو کلونو کې یو وار ترسره کیږي چې افغانستان په کښې دوه واره لومړی او یو وار دویم مقام ترلاسه کړی دی.