1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اقليمي رپوټ؛ تیر اوه کلونه تر ټولو ګرمه دوره دوره وه

۱۴۰۱ خرداد ۲۲, یکشنبه

د اقليمي تغییراتو شاخص د تیرو کلونو په جریان کې تازه ريکارډونو ته رسيدلې دی. د هواپيژندنې نړیوال سازمان په خپل يو رپوټ کې وايي، په تيرو اوو کلونو کې د حرارت اوسط درجه د حرارت درجې د ثبت په تاريخ کې تر ټولو توده دوره وه.

https://p.dw.com/p/4CaZ7
Deutschland Windräder nahe Garzweiler
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د هوا پيژندنې نړیوال سازمان (WMO) دغه رپوټ د می مياشتې په ۱۸مه خپور کړی دی. په دغه رپوټ کې راغلي له هغه وخت راهیسې چې په لومړي ځل د حرارت درجه ثبت شوه، تر اوسه هيڅ کله هم ګلخانه ېې ګازونه تر دې اندازې متراکم نه وو او د سیندونو سطحې، د هوا حرارت او د سمندرونو د تیزابی کيدو کچه تر دې اندازې لوړه شوې نه وه.

د کاتولیک خبري آژانس د نړیوال اقليمي وضعیت اړوند د دغه رپوټ په حواله ليکي، ارقام ښيي چې انساني فعالیتونو پر ځمکې، سمندرونو او هوا باندې څه ډول سیاره يي پايلې درلودلي او همدارنګه ېې پر اکوسیستم او تل پاتې پراختیا ته څومره جدي زیانونه اړولي دي.

د هوا پيژندنې د سازمان مشر، پتري تالاس، وايي اقليمي وضعیت «زموږ د سترګو په مخ» کې د بدلون په حال کې دی. د انساني فعالیتونو حاصل، ګل خانه يي ګازونو زموږ د خاورينې سیارې د حرارت درجه د راتلونکو څو نسلونو له پاره لوړه کړې ده. د هوا له منځه د کاربنډای اوکساید د لمنځه وړلو له پاره د ېوې موثره تکنالوژۍ پرته، په سمندرونو کې به دغه بدلون تر سلونو کلونو پورې ادامه ولري. د طبيعې يخچالونو د ويلي کولو مخنیوی به هم نور شونې نه وي. دغه وضعیت به په اوږدمهاله کې د نړۍ له پاره چې له دوو ميلياردو ډير وګړي ېې د څښاک کافي اندازه اوبو څخه برخمن نه دي، سخت عواقب ولري.

د لا ډیرې تودوښې وړاندوينه

دغه اقليمي رپوټ تائيدوي چې تیر اوه کلونه د هوا د حرارت د ثبت په تاریخ کې تر ټولو ګرمه دوره وه. که څه هم د ۲۰۲۱م کال په ورستيو کې هوا ډير سړه شوه، خو هغه نشي کیدای معیار وګرځي. تالاس وايي: «پوښتنه دا ده چې موږ د هوا د حرارت درجې د ثبت له پیل راهیسې بیا څه وخت تر ټولو توده دوره تجربه کوو.»

د هواپيژندنې نړیوال سازمان تر دغه رپوټ يوه اوونۍ مخکې یو بل رپوټ هم خپور کړی وو. په دغه رپوټ کې د ۴۷ سلنې احتمال ښودل شوی چې تر ۲۰۲۶م کال پورې به د تودوښې درجه د ۱/۵ درجې له سرحده واوړي. په دغه رپوټ کې د ۹۳ سلنې په احتمال سره ويل شوي دي چې د دغې دورې د حرارت درجه به سوزونکي وي.

په ۲۰۲۱م کال کې په نړیواله کچه د تودوښې اوسط درجه، د صنعتي کیدو وخت له سطحې څخه د سانتي ګراد په حساب شاوخوا ۱/۱ درجې لوړه وه. د پوهانو د محاسبې له مخې، که په ۲۰۲۶م کال کې د حرارت دغه اوسط له د ۱/۵ درجې څخه واوړي نو دا به د ټولو انسانانو او د ځمکې ټولې سیارې ته د درنو زیانونو په معنی وي.

په هند او پاکستان کې سخته ګرمي

د هواپيژندنې نړیوال سازمان، شدیدې طوفاني آب و هوا ته د اقليمي بدلون د يوې څيرې په سترګه ګوري. تالاس وايي د طبيعي آفاتو په مقابل کې پر محافظتي برخې پانګونې، به د انساني تلفاتو د مخنیوي په میزان کې مرسته وکړي. خو دغه کار د مالي لګښتونو سطحه په شدیده توګه لوړوي. لنډه دا چې په دې برخه کې د اجرا له پاره ډير کارونه موجود دي. د هوا پيژندنې نړيوالې ادارې مشر، په دې ارتباط د افريقا په دماغه کې د اوسنۍ وچکالۍ فاجعې او د هند او پاکستان سږنۍ شدیدو ګرميو ته اشاره کوي. هغه وايي اقليمي وضعیت سره د انطباق له پاره، له مخکې خبر ورکوونکي سیستمونه ډیر مهم دي، خو زياتوي چې له بده مرغه د سازمان شاوخوا نيم غړي هیوادونه دغه سیستمونه نه لري.

دویچه ویله ف/م.ک.ص./ا.ا.