1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

القاعده د ترهګري ستر ګواښ ده

۱۳۹۰ مرداد ۲۸, جمعه

د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو د وزارت په کلني رپوټ کي راغلي دي چي د نړيوال تروريزم پر ضد د برياليتوبونو سره سره، القاعده د يوي ستري ګواښ ورکونکي نړيوالي ترهګري شبکي په توګه پاتي ده

https://p.dw.com/p/12JXe
د القاعدی د شبکی وژل شوی مشر اسامه بن لادن او د هغه معاون ایمان الظواهری
د القاعدی د شبکی وژل شوی مشر اسامه بن لادن او د هغه معاون ایمان الظواهریانځور: picture alliance / dpa

د امريکا د متحده ايالاتو دولت د پنجشنبې په ورځ وويل چې القاعده اوس هم تر ټولو د يو ستر تروريستي ګواښ په توګه پاتې ده. په خاصه توګه دغه ډلې د افغانستان او پاکستان د اورپکو له ملاتړ څخه برخه منه ده.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت له خوا د ۲۰۱۰م کال لپاره د ترهګرې په اړه په خپور شوي کلني رپوټ کې راغلي دي چې د القاعدې ځينې ملاتړې ډلې پياوړي شوې دي. لکه په يمن کې د القاعدې د ډلې ريښې لاپسې قوي شوې دي. همداراز په صوماليه کې د الشباب ډله چې د القاعدې سره نږدې والې لري هم پياوړې شوې.

دغه رپوټ زياتوې: « القاعده په پاکستان کې ضعيفه شوي ده خو دغه ډله په سيمه کې د بريدونو وړتيا لري.»

راپوټ وړاندي وايي : « د القاعدې او دهغي د پاکستان ميشته ملاتړو لکه، تحريک طالبان پاکستان او حقاني شبکې تر منځ د مالي منابعو او نور امکاناتو په شراکت زياتوالي په جنوبي اسيا کي ګواښونه نور هم تند کړي دي.»

رپوټ يادونه کوي چې تحريک طالبان پاکستان امريکايي تابعيت لرونکي فيصل شهزاد سره مرسته کړې وه. نوموړي د تير کال په مي کي هڅه وکړه چې د نيويارک په سکواير ټايمز کې يوه چاودنه تر سره کړي.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت په رپوټ کي دا خبره هم ياده شوې ده چي د د صوماليي د الشباب ډله په ۲۰۱۰م کال کې د پخوا په پرتله پياوړې شوې . دغې ډلي د لمړۍ ځل لپاره د صوماليې څخه بهر د يوه ستر بريد پړه پرغاړه اخيستې وه. دغه بريد د يوګنډا هيوا په پلازمينه کامپلا کې تر سره شوي ؤ چې په ترڅ کې يې ۷۶ تنه وژل شوې ؤ.

د امريکا د متحده ايالاتو د تروريزم پر ضد د مبارزې د مرکز له خوا يو احصايوي خبر پاڼه کاږي چې تير کال په ۷۲ هيوادونو کې د ترهګرې ۱۱ نيم زره بريدونه تر سره شوي دي، چې په پايله کې يې ۱۳۲۰۰ تنه وژل شوي دي.

په افغانستان کې په تروريستي بريدونو کې د ليدو وړ ډيروالې راغلي. په ۲۰۰۹م کال په دغه هيواد کې ۱۱۰۰ تروريستي حملي شوي وې. خو په تير کال کې د بريدونو دغه شمير ۳۳۰۷ بريدونو ته لوړ شو، چې په پايله کې يې ۲۴۷۵ تنه ووژل شول.

اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: عبدالباري حکيم