1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان ته په غیر قانوني مهاجرت کې د پام وړ کمښت راغلی

۱۴۰۲ آذر ۵, یکشنبه

الماني پولیسو ویلي دي چې د سرحدي پولو د کنترول سختولو له امله دغه هیواد ته په غیر قانوني ډول د مهاجرو په راتګ کې د پام وړ کمښت رامنځته شوی دی.

https://p.dw.com/p/4ZSWj
Deutschland Migranten in Forst an der deutsch-polischen Grenze
آرشیف انځورانځور: Lisi Niesner/REUTERS

د المان د پولیسو فدرالي ادارې په خبره د اکتوبر میاشتې له ۱۶ نیټې راهیسې له پولنډ، چک جمهوریت او سویس سره د المان د سرحدي کنترول سختولو په پایله کې دغه هیواد ته غیرقانوني مهاجرت ډیر کم شوی دی.

د ويلټ آم زونتاګ (Welt am Sonntag) ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ همدا اوس د ورځې له ۳۰۰ څخه لږ پناه غوښتونکي په غیر قانوني ډول د المان خاورې ته داخلیږي. د سرحدي کنترول له سختیدو مخکې پورې به په ورځ کې شاوخوا ۷۰۰ تنه په غیر قانوني ډول المان ته داخلیدل.

د ۲۰۲۳م کال د فیبرورۍ له میاشتې څخه المان ته د غیرقانوني مهاجرو راتګ زیات شوی وو. د پولنډ، چک جمهوریت، سویس او همدرانګه اتریش په سرحدونو کې د کتنرول تر سختیدلو یو میاشت مخکې، المان ته د ۱۸۴۹۲ تنو غیر قانوني راتګ موارد ثبت شوي وو.

د سرحدي کنترول تر زیاتیدو وروسته المان ته په غیر قانوني ډول د راتګ د ۱۱۰۲۹ مواردو رپوټ ورکړل شوی یا په بل عبارت دغه هیواد ته په غیر قانوني ډول د داخلیدو موارد، ۴۰ سلنه کم شوي دي. دغه کمښت بیا له پولنډ سره د المان په سرحد کې ۵۶ سلنه وو.

المان او د اروپايي اتحادیې هیوادونو ته د غیر قانوني مهاجرت کړکیچ او ورسره د مقابلې موضوع ته اوسمهال د المان په سیاسي محفلونو کې د لوړې کچې لومړیتوب ورکول کیږي. د المان حکومت پریکړه کړې ده چې هغه مهاجر به په بیړه اخراجوي چې په دغه هیواد کې د پاتې کیدو یا اقامې اجازه نه لري.

د روان کال د نومبر په دریمه نیټه د المان صدراعظم اولاف شولڅ او د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر، ټینګار وکړ چې د اخراج پروسه باید ګړندۍ شي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ له شپیګل ورځپاڼې سره په یوه مرکه کېد اخراج سیاست سختولو څخه د خپل ملاتړ په هکله وویل: «مونږ باید په پراخه پیمانه هغه کسان چې په المان کې د اقامې اجازه نه لري، اخراج کړو. هر څوک چې په المان کې د راتلونکي له پاره لیرلید نه لري، باید بیرته ستون شي.»

د المان ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر هم مخکې تر دې د لومړي چينل تلویزوني شبکې ته ویلي وو چې یوازې په هغه صورت کې د غیرقانوني مهاجرت محدودیت عملي کیدلی شي چې المان د اروپايي اتحادیي له ټولو هیوادونو سره په ګډه بهرني سرحدونه کنترول کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص