1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: د افغانستان د مسئلې حل، پوځي لاره نه ده

۱۳۹۰ آذر ۶, یکشنبه

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستروېله او ددغه هيواد د دفاع وزير توماس دي ميزېر د بن د دوهم نړيوال کنفرانس تر مخه يو وار بيا ويلي دي چي د افغانستان د سولي په پروسه کي د طالبانو د ورگډېدو طرفداران دي.

https://p.dw.com/p/13Hy6
افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د المان د بهرنیو چارو وزير گيدو ويستر ويله
افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د المان د بهرنیو چارو وزير گيدو ويستر ويلهانځور: picture-alliance/dpa

نوموړو وزيرانو ويلي دي، چي د افغانستان د پخلايني په پروسه کي بايد طالبان ورگډ کړل سي.

د (بيلد ام زونتگ) المانۍ ورځپاڼي سره په گډه مرکه کي دواړو وزيرانو ويلي دي، چي پخلاينه د ملگرو تر منځ نه، بلکي د مخالفينو تر منځ کيږي.

د المان د بهرنيو چارو وزير د ورځپاني سره په مرکه کي ويلي، د گومان پر ځای بايد کار وکړ، چي هغوئ د سولي له پاره اماده سي.

«هغه ډيری ځوانان، چي تر ډيرو کلونو جگړو وروسته خسته سوي، هغوئ بايد د خپلو افراطي مشرانو څخه ازاد او د قانون په رڼا کي خپلو کورونو ته را وگرځول سي.»

گيدو ويستر ويله، چي د ډسمبر د مياشي پر پنځمه نېټه په بن کي د افغانستان په اړه د نړيوال کنفرانس کوربه دئ، وايي: «هيڅوک په دې نه پوهيږي، چي د افغانستان د سولي پروسه به بريالۍ سي، خو ټولو هوکړه کړې، چي په دې لاره کي بايد هلي څلي وسي.»

ويستر ويله په دې عقيده دئ، چي په روان وخت کي د افغانستان جگړه د گټلو نه ده.«پسله لسو کلونو دا روښانه ده، چي په افغانستان کي د پوځي لاره نه، بلکي د يوې سياسي لاري سړی کولای سي، يوې پايلي ته ورسيږي.»

افغان حکومت ويلي ول، چي د بن په کنفرانس کي د طالبانو له پاره د گډون اجازه نسته او دا چي دا کنفرانس د سياسي ډلو نه، بلکي د دولتونو تر منځ دئ.

اوس داسي ويل کيږي، چي د طالبانو د وخت لوړ پوړي چارواکي هم المان ته رسېدلي او هلته په سياسي ليدنو کتونو بوخت دي.

څه موده وړاندي د افغانستان او پاکستان له پاره د المان ځانگړي استازي هم ويلي ول، چي د بن په دوهم نړيوال کنفرانس کي به سياسي ډلي ځای و نه لري.

ټاکل سوې چي د راتلونکي ډسمبر د مياشي پر پنځمه نېټه به د المان د بن په ښار کي د بن دوهم کفنرانس د المان په کوربه توب او افغانستان په مشرۍ پرانستل سي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم