1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د بالتیک هېوادونو د دفاع لپاره په پوځي ونډې ټينګار کوي

۱۴۰۲ خرداد ۶, شنبه

د المان صدراعظم د بالتیک په حوزه کې د ناټو درېیو غړو هېوادونو له مشرانو سره په کتنه کې د پوځي برید په مقابل کې د دغو هېوادونو د دفاع پر اړتیا ټینګار وکړ. د المان دفاع وزیر وایي، په ليتوانیا کې د ناټو سرمشریزې ساتنه کوي.

https://p.dw.com/p/4Rt69
Estland | Bundeskanzler Scholz in Tallinn
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

اولاف شولڅ د استونيا په پلازمینه تالین کې د یوې خبري غونډې پرمهال ټینګار وکړ، چې المان به د بالتیک په سیمه کې د شمالي تلانتیک تړون د سازمان ( ناټو) په درېیو غړو باندې د پوځې برید په صورت کې له دغو هېوادونو سره په دفاع کې برخه واخلي.

د المان صدراعظم د جمعې په ورځ د (می ۲۶) روښانه کړه چې د ناټو په ختیځه جبهه کې او همدا راز د بالتیک سمندر په حوزه کې امنیتي حالت ډېر حساس دی.

اړوند مطلب: لاتويا، استونیا او لیتوانيا له آلمانه غوښتي چې اوکراین ته ټانکونه ورکړي

د المان صدراعظم د استونیا، لاتویا او لیتوانیا له مشرانو سره له کتنو وروسته وویل: « باید یو ځل بیا په روښانه وویل شي، چې موږ اماده یو د ناټو هر ساتني متر ځمکې څخه د پوځي تیري په مقابل کې دفاع وکړو.»

د تېر کال په فبرورۍ کې د روسي پوځیانو له لورې په اوکراین له یرغل وروسته، د بالتیک سمندر حوزې په درېیو هېوادونو باندې دروسیې د برید وېره زیاته شوې ده. 

شولڅ وایي، چې اړین ګامونه پورته شوي دي او د آلمان پوځ په پریکنده توګه د مرکزي او شمالي اروپا د دفاع لپاره تنظیم شوی دی.

اړوند مطلب: ناټو غواړي خپله ختيځه برخه لا پياوړي کړي

روسیې په اوکراین د پوځي تیري له پلمو یوه په احتمالي توګه په شمالي اتلانتیک تړون کې د دغه هېواد شاملول او خپلو پولو ته نږدې د ناټو د نفوذ د ساحې پراخول یاد کړي دي.

د ناټو غړو هېوادونو سرمشریزه به د جولای په میاشت کې په لیتوانیا کې جوړه شي. شولڅ د دې پوښتنې په ځواب کې چې په دې غونډه کې د کیف رسمي بلنې تمایل په اړه خبریالانو ته وویل، د جولای میاشتې د غونډې اصلي موضوع به دا وي، چې په اوسني وضعیت کې د اوکراین لپاره ځانګړي ملاتړ تنظیم کړي.

لیتوانیا ته د المان «پاتریوت»   سیسټمونو لېږد

د المان دفاع وزیر وایي، هېواد به یې په لیتوانیا کې د ناټو د سرمشریزې په ساتنه کې د پاتریوت  الوتکو ضد دفاع سیستم په نصبولو سره ګډون وکړي.

اړوند مطلب: د اوکراين جګړه: آلمان پولند ته «پاتريوت» دافع هوا سیسټم ليږي

بوریس پیستوریوس دې ته په اشارې سره چې له سلواکیا څخه لیتوانیا ته د «پاتریوت»  دفاعي سیسټم لیږدول کیږي، خوښي څرګنده کړه، چې آلمان به په ویلنیوس کې د ناټو د سرمشریزې په ساتنه کې مهم رول ولوبوي.

 د جرمني د دفاع وزیر وویل چې برلین به د لیتوانیا او د ناټو د نورو متحدینو سره په همغږۍ د جولای د سرمشریزې د ساتنې لپاره خپل ځمکني، سمندري او هوايي ظرفیتونه ځای پر ځای کړي.

هغه زیاته کړه، چې د دې هدف لپاره هغه واحدونه کارول کیږي، چې دامهال د ناټو په ختیځو جبهو کې ځای پر ځای شوي او یا هم له المان څخه استول کیږي.

د المان دفاع وزیر په وینا، پاتریوت دفاعي سیستم د سلواکیا فضایي حریم د ساتنې لپاره د روسیې پوځ له لورې پر اوکراین له برید وروسته په دغه هېواد کې ځای پر ځای شوی و.