1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا پر پاکستان خپلي پوځي مرستي و ځنډولې

۱۳۹۰ تیر ۲۰, دوشنبه

د امريکا متحده ايالاتو پاکستان ته د ۸۰۰ مليونو ډالرو په ارزښت پوځي مرسته سمدلاسه بنده کړې ده. سپيني ماڼۍ د اسلام آباد له لوري د ځيني ګامونه د پورته کولو وروسته دا فيصله کړې ده.

https://p.dw.com/p/11ssy
«د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي ډير خړي پړي سوي دي»
«د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي ډير خړي پړي سوي دي»انځور: AP

په پاکستان کي د امريکايي پوځيانو د شمير راټيټول، امريکايانو ته د ويزو نه ورکول او د ورته داسي نورو ګامونونو پورته کول پر پاکستان باندي مرستي ځنډولي دي.

د ولسمشر اوباما د اجرايي اداري چارو مسؤل ويليم ډالي دا خبره تاييد کړې، هغه وويل: « حقيقت خبره داده چي د پاکستان سره زموږ د اړيکو موضوع ډيره کړکيچنه ده. البته دا هم ښکاره ده چي پاکستان د تروريزم پر ضد جګړه کي يو مهم ملګری دی او په دې اړه يې تر اوسه ډيري قربانۍ ورکړي. خو اوس پاکستان په ځيني داسي اقداماتو لاس پوري کړی، چي موږ يي مجبوره کړي يو، چي ځيني پوځي مرستي سمدلاسه پارچاو کړو.»

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت ويلي چي د پاکستان دولت پدغه هيواد کي ميشت د امريکايي پوځي روزونکو د شمير د راټيټولو غوښتنه کړې وه. دا هم ويل سوي، چي امريکايي چارواکو ته د پاکستانۍ ويزې په ورکولو کي هم کموالی راغلی.

د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي ډير خړي پړي سوي دي. دا پداسي حال کي ده چي د امريکا متحده ايالات د تروريزم پر ضد جګړه کي پر خپل متحد باندي زور راوړی، چي د افغانستان پولي ته څيرمه د پاکستان په قبايلي سيمه کي د طالب اورپکو او ياغيانو د له منځه وړلو له پاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

تردې وړاندي دCIA د يو اجير مامور له خوا په رڼا ورځ د دو پاکستاني وګړو تر وژني او پلازمېني اسلام آباد ته څيرمه د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته خو بيا دا اړيکي ترخپل اخري حده ترينګلي سوي.

امريکايي ورځپاڼي نيويارک ټايمز تيره ورځ ويلي ول چي پاکستان د خپل نيمه پوځي مليشو پر روزني بوخت سل امريکايي کارپوهان په تيرو اونيو کي خپل هيواد ته ستانه کړي دي.

ورځپاڼي پر دې سربيره دا هم ليکلي چي د پاکستان دولت په بلوچستان کي د هغي پوځي اډې د بندولو هم خبرداری ورکړی، چي د امريکا د متحده ايالاتو څارګره اداره CIA د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کي کار اخلي.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي، موږ د پاکستان سره د اوږدې مودي او په اوسني وخت کي اړيکي په ژوره توګه څارو.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل