1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: په افغانستان کې دمګړۍ د ديپلوماتيک حضور پلان نه لرو

حسین سیرت
۱۴۰۲ بهمن ۱۷, سه‌شنبه

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ديپلوماتو د فعاليتونو د پيلولو ګنګوسې رد کړي دي او ويلي دي چې د هر ډول اړيکو عادي کول د ټولو افغانانو د حقونو په رعايت کولو پورې مشروط دي.

https://p.dw.com/p/4c6N0
په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې په کابل کې د امريکا سفارت تړلی دی
په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې په کابل کې د امريکا سفارت تړلی دی انځور: Stringer/REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ودانت پاتېل، د دوشنبې په ورځ د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل: «ډېره مهمه ده چې د بهرنيو چارو وزارت دريځ په بشپړه توګه روښانه کړو او هغه دا دی چې موږ په کابل کې د کوم ديپلوماتيک فعاليت د بيرته پیلولو له پاره هيڅ ډول لنډ مهاله برنامه نه لرو.»

خو طالبانو په څو ځلې ټينګار کړی دی چې د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاس وهنې پرته له افغانستان سره خپلې دیپلوماتيکې اړيکې بيرته پېل کړي.

په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو ديپلوماتيک حضور له دغه هېواد څخه د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د امريکايي ځواکونو تر وتلو او واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې متوقف شوی او په افغانستان کې د دغه هېواد سفارت فعال نه دی.

پاتېل وويل چې له طالبانو سره هر ډول ښکېلتيا د طالبانو د ادارې له خوا د بشري حقونو په درناوي پورې تړلې ده.

هغه وويل: «موږ د طالبانو په ګډون له ډېرو افغانانو سره تعامل لرو، هم په داخل او هم له هېواد څخه دباندې، خو بشري حقونه او ښوونځيو ته د نجونو او ښځو بيرته ستنېدل زموږ د تعامل اصلي لومړيتوب دی.»

پاتېل يادونه وکړه چې متحده ايالات به د ملګرو ملتونو او خپلو کليدي شريکانو سره په ګډه پر طالبانو فشار ته دوام ورکړي څو تبعيضي فرمانونه، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې، لغوه کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د اړيکو عادي کولو چاره «د ټولو افغانانو حقونو ته په احترام پورې تړلې ده.»

سره له دې چې د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله تير شوي دي، د دې ډلې حکومت تر اوسه د نړۍ يوه هېواد هم په رسمیت نه دی پيژندلی. دا په داسې حال کې ده چې چين په دې وروستيو کې د طالبانو د سفير باورليک منلی دی او داسې رپوټونه هم شته چې چين په خاموشۍ په افغانستان کې خپل نفوذ پراخوي.

ب. ص/ ن. ز (حسين سيرت)