1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په پاکستان کي د خپلو پوځيانو شمير کموي

۱۳۹۰ خرداد ۵, پنجشنبه

وروسته له هغي چي د پاکستان حکومت په رسمي توګه د متحده ايالاتو څخه وغوښتل چي په دغه هيواد کي د خپلو پوځيانو شمير کم کړي، امريکايي چارواکي وايي چي دوي اوس په دغه کار پيل کړی. دا د دواړو هیوادونو د اړیکو خړوالی ښیی

https://p.dw.com/p/11OPR
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

امريکايي پوځي چارواکو د چهار شنبي په ورځ وويل چي دوي په پاکستان کي د خپلو سرتيرو د شمير په کمولو وروسته له هغي پيل کړي چي د پاکستان دولت يي له دوي څخه غوښتنه وکړه. دا ‎په داسي حال کي ده چي د پاکستان او امريکا متحده ايالاتو اړيکي په ورستيو کي د اسامه بن لادن د وژلو د عملياتو پر سره ترينګلي شوي دي.

د پينټاګون وياند، ډيو ليپين، ويلي چي د پاکستان دولت د رواني مياشتي په رومړيو کي غوښتنه کړي ؤ چي امريکا دي په پاکستان کي د خپلو پوځيانو شمير راټيټ کړي. هغه وويل: «د پاکستان دولت په وروستيو کي زمونږ څخه په ليکلي بڼه غوښتي چي په دغه هيواد کي خپل پوځي حضور کم کړو. د همدغي غوښتني پر اساس مونږ په دغه هيواد کي د خپلو پوځيانو پر کمولو پيل کړي.»

خو هغه دا روښانه نکړه چي په کوم پوځيان به د پاکستان څخه را وباسي. په پاکستان کي د امريکا د پوځ ځانګړي ځواکونه موجود دي تر څو په دغه هيواد کي د القاعدي او طالب جنګياليو د ټکولو لپاره پاکستاني پوځ و روزي.

د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته پاکستان څخه د امريکايي پوځيانو را وتل د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو کړکيچ لا ښکاره کوي. دا په داسي حال کي ده چي د امريکايي ديپلوماتانو له خوا کوښښ شوي وو چي دغه ستونزه له منځه يوسي.

د پاکستان او امريکا اړيکي هغه وخت ډيري ترينګلي شوي کله چي پلازميني اسلام آباد ته څيرمه د يوي پوځي چاوڼي تر څنګ اسامه بن لادن په خپل پټنځاي کي ووژل شو.

د دغي پيښي څخه څو ورځي وروسته د پاکستان د پوځونو لوي درستيز، جنرال اشفاق کياني، ؤويل چي په پاکستاني خاوره دي ته ورته بل بريد به دوي ؤهڅوي چي د امريکا سره خپلو پوځي همکاري تر کره کتني لاندي ؤنيسي. کياني همداراز د پاکستان د پوځ قوماندان ته خبر ورکړي ؤ چي بايد د امريکايي ځواکونو څخه وغواړي چه په پاکستان کي د خپلو سرتيرو شمير راکم کړي.

د واشنګټن پوسټ د يو تازه راپور پر اساس په پاکستان کي دCIA د يو اجير مامور له خوا په رڼا ورځ د دوو پاکستاني وګړو تر وژل کيدو وروسته پاکستان له امريکا څخه د خپلو پوځونو د شمير د راکمولو غوښتنه کړي وه. دغه مامور د پاکستاني محکمي له خوا د دوو کسانو په وژنه محکوم شوي ؤ چي بيا وروسته د قتل شويو کسانو د کورنيو له خوا د پيسو په بدل کي ؤبښل شو او د محکمي لخوا آزاد کړاي شو.

په پاکستان کي د بن لادن تر وژل کيدو وروسته د امريکا ځيني قانون پوهان په غصه کړي وو چي د امريکا د متحده ايالاتو د ميلياردونو ډالرو مرستو سره سره پاکستان دوه مخي سياست کوي او د يو پلوه د امريکا څخه مرستي اخلي او د بل پلوه طالب اورپکو سره اړيکي هم لري.

خو د اوباما اداره د پاکستان بندر ته ضرورت لري تر څو د دي لاري وکولي شي په افغانستان کي ميشت خپلو پوځيانو ته تجهيزات ورسوي.

د بل پلوه واشنګټن دا هم غواړي چي په پاکستان کي خپل د استخباراتي شبکي غړي وساتي تر څو په دي ډاډمن اوسي چي د پاکستان اتومي وسلي د جنګياليو لاس ته ونه لويږي.

خو ځيني امريکايي چارواکي او څيړونکي وايي چي پاکستان او امريکا دواړه يو بل ته ضرورت لري. او د دواړو هيوادونو د ګډو ګټو د خوندي ساتلو لپاره بايد دغه هيوادونه خپلي اړيکي د شلولو څخه وژغوري.

اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: مسعود جهش