1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او کاناډا په دولتي مبايلو کې د ټیک ټاک کارول منع کړل

۱۴۰۱ اسفند ۹, سه‌شنبه

امریکا متحده ایالاتو او کاناډا په دولتي ګرځنده تلیفونونو کې د ټیک ټاک اپلیکیشن کارول منع کړل. د اروپايي اتحادیې کمېسیون هم د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په کاري تلیفونونو کې یې پر ټیک ټاک بندیز لګولی دی.

https://p.dw.com/p/4O4as
د ټولنیزې شبکې تیک ټاک لوګو
د ټولنیزې شبکې تیک ټاک لوګوانځور: NICOLAS ASFOURI/AFP

په متحده ایالاتو او کاناډا کې، حکومتي کارمندان باید د چینایي ټولنیزو رسنیو اپلیکیشن ټیک ټاک د امنیتي اندیښنو له امله له خپلو کاري تلیفونونو څخه لېري کړي.

د دوشنبې په ورځ د جو بایډن ادارې له خوا په یوه خپره شوې مقرره کې، ویل شوي دي چې دولتي څانګې ۳۰ ورځې وخت لري چې په دولتي ګرځنده تلیفونونو او نورو وسیلو کې د ټیک ټاک اپلیکیشن کارول ودروي.

په کاناډا کې به دغه بندیز د سې شنبې په ورځ پیل شي. همداراز د اروپاېې ټولنې کمېسیون کارمندان نور اجازه نه لري چې په دولتي تليفونونو کې ټیک ټاک وکاروي.

د ټیک ټاک اپلیکیشن د چینایي شرکت «بایټ ډانس» پورې اړه لري او په ځانګړې توګه د ځوانو کاروونکو له خوا ډیر کارول کیږي. دا اپلیکیشن په لوېدیځو هیوادونو کې هم ډیر مشهور شوی دی.

په ورته وخت کې له اوږدې مودې راهیسې انتقادونه شته چې په دې اپلیکیشن کې د کاروونکو معلومات خوندي نه دي. داسې اندېښنې هم شته چې د چین حکومت کولای شي په ټیک ټایک کې د کارونکي ډیټا ته لاسرسی ومومي خو ټیک ټاک بیا دا خبره رد کړې ده.

خيبر پښتونخوا: په ټيک ټاک کي يوه مشهور ځوان ځان په ناپامۍ کي وژلی

په کاناډا کې د دې برخې چارواکي مونا فورټیه وویل: »د بندیز لامل د محرمیت او امنیت له پاره د نه منلو وړ خطر وو.» هغه ویلي دي چې دا په حقیقت کې یو احتیاطي اقدام دی او دا مهال داسې شواهد نشته چې د حکومت معلومات دې اغېزمن شوي وي.

یاد کاناډایي چارواکي وویل: «د ټیک ټاک د معلوماتو راټولولو میتودونه د ګرځنده تلیفون وسیلو مینځ پانګې ته د پام وړ لاسرسي اجازه ورکوي.»

هغه څرګنده کړه، له همدې امله په دولتي مبایلونو کې د دې اپلیکیشن ډاونلوډول منع او مخکې ډاونلوډ شوي اپلیکیشنونه هم باید حذف شي.

د آلمان پارلمان د «فيسبوک -قانون» تصويب کړ

د کاناډا لومړي وزیر جاستین ترودو د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا حکومت په ټول هیواد کې د ټیک ټاک پر بندیز باندې غور کوي، ویلي دي: «دا ممکن لومړی ګام وي، شاید دا یوازني ګام وي چې موږ یې باید واخلو. مګر په هر ګام کي موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې د کاناډایانو امنیت خوندي کوو.»

د اروپايي اتحادیې کمېسیون هم تیره اونۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په کاري تلیفونونو کې یې پر ټیک ټاک بندیز لګولی دی.

پردې سربیره، دا اپلکیشن باید د مارچ میاشتې تر پنځلسمي پوري د هغه کارمندانو د شخصي ګرځنده تلیفونونو څخه هم لېري شي، چې پکې داروپاېې  کمېسیون اپلیکیشنونه کارول کیږې.

د تویتر ټولنیزې شبکې په اړه اووه په زړه پورې موضوعگانې