1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا، ایران د تروریزم سره په مرسته تورنوي

۱۳۹۰ مرداد ۷, جمعه

د ایران او امریکا تر منځ د لفظي شخړو په ترڅ کي دا ځل د امریکا د مالیي وزارت پر ایران تور پوري کړی چي القاعدي ته يي اجازه ورکړي ترڅو د دغه هیواد له لاری پاکستان او افغانستان ته پیسي او کسان ولیږدوي

https://p.dw.com/p/126E8
د امریکا او ایران بیرقونه
د امریکا او ایران بیرقونهانځور: AP Graphics

دغه خبره د امریکا د مالیي وزارت د یوي خبرپاڼي په ترڅ کي د پنج شنبه په ورځ کړي. دا په تیرو وختونو کي د امریکا د متحده ایالاتو لخوا پر ایران د ترهګرو سره د تړاو تر ټولو سخت تور دي.

خو په عیني وخت کي یوه امریکایي لوړپوړي چارواکي په دي خبري ټینګار کړی چي دا خبره په دي معنی نه ده چي ګواکي تهران دي په مستقیمه توګه د القاعدي سره مرستي کړي وي. هغه زیاته کړي چي د امریکا به د دغي بیاني وروسته په کوم ایراني چارواکی تحریم و نه لګوي.

د امریکا متحده ایالاتو د مالیي وزارت د القاعدي پر شپږو غړو چي په ایران، عراق، پاکستان، قطر او کويټ کي اوسیږي مالي بندیزونه لګولي. د مالي وزارت ويلي چي د دغو کسانو مشري عبدالعزیز خلیل کوي چي د القاعدي لپاره د منځني ختیځ څخه آسیا ته د پیسو او کسانو په لیږلو کي اساسي رول لري.

د دغي بیاني په حواله خلیل چي د سوري تابعیت لري د ایران د دولت او د القاعدي تر منځ د یو تړون وروسته د ۲۰۰۵ کال راهیسي فعالیت کوي.

د امریکا د ماليي وزارت لخوا خپري شوي خبرپاڼي، ایران په ننۍ نړۍ کي د ترهګرۍ تر ټولو لوي مالي مرسته کوونکي هیواد بللی.

دغه نوي بیانیه په داسي حال کي خپریږي چي تر دي وړاندي د امریکا پخواني د دفاع وزیر، روبرټ ګیټس، او د هغه ځای ناستي، لیون پینیټا، ویلي وه چي ایران په عراق کی د شعیه ډلو سره د سلاح ګانو مرستي کوي ترڅو په عراق کي امریکایي پوځیان تر بریدونو لاندي ونیسي.

همداراز په ایران دا تورونه هم دي چي په افغانستان کي د وسله والو طالبانو سره مرستي کوي.

د جولای د میاشتي په سر کي د امریکا د متحده ایالاتو د پوځونو لوي درستیز، مایک مولن، ویلي وو چي ایران په ډیره مستقیمه توګه د شعیه افراطیانو سره مرستي کوي. هغه زیاته کړي وه چي دغه افرطیان بیا د امریکایي سرتیري وژني.

دوه ورځی وړاندي د امریکا متحده ایالاتو د پوځونو د مشر په توګه نومول شوي، جنرال مارتین ډیمپسي، ایران ته خبرداری ورکړی وو چی د اتومي سلاح ګانو د تعقیب او په عراق کی د بریدونو د ملاتړ څخه لاس په سرشي.

هغه زیاته کړي وه چي دا کار کیداي شي د ځانه سره داسي پایلي ولري چي تر مخه یي اټکل نه شي کیدایی.

په عیني وخت کي په دي خبره کي کوم پرمختګ نه دی شوی چي ګواکي ایران دي د یورانیمو د غني کولو پروګرام د پارچاو کولو لپاره کومه آمادګي ښودلي وي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکي: مسعود جهش