1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د افغانستان کنګل شوې پیسې سویس ته انتقالوي

۱۴۰۱ شهریور ۲۳, چهارشنبه

امريکا اعلان کړی دی چې د افغانستان د مرکزي بانک ۳،۵ میلیارده کنګل شوي ډالر به سویس ته د یوه داسې میکنازیم تر چتر لاندې ولیږل شي چې طالبان ورته لاس رسی ونه لري، خو د افغانستان په اقتصاد جوړولو کې به مصرف شي.‌

https://p.dw.com/p/4GpNz
Da Afghanistan Bank (DAB) | Kabul, Afghanistan
انځور: Massoud Hossaini/AFP/Getty Images

امریکا متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د سپتمبر ۱۴) اعلان وکړ چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې ۳،۵ میلیارده ډالر به په سویس کې داسې یوه حساب ته انتقال کړي چې طالبان به ورته لاس رسی ونه لري.

امریکا ویلي‌ دي چې له دغو پیسو به د افغانستان د اقتصاد په بیرته پر پښو درولو کې کار ترې واخیستل شي.‌

د افغان فنډ په نامه دغه میکنایزم چې د یوه پلاوي له لوري به یې مدیریت کیږي، د افغانستان کنګل شوې پیسې به د افغانستان د اساسي ضرورتونو له پاره مصرف کړي. د بېلګې په توګه د برېښنا د وارداتو او یا په نړیوالو مالي سازمانونو کې د افغانستان د پورونو د بیرته ورکړې له پاره.

‌سربیره پر دې،‌ له دغو پیسو د افغانستان د نویو بانک نوټونو د چاپ په برخه کې هم کار اخیستل کیږي.‌

د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي: «افغان فنډ به د ۳،۵ میلیارده ډالرو ساتنه کوي او هدفي‌ ویش به یې کوي، ترڅو د افغانستان د اقتصاد د ثبات له پاره لا ډیر ملاتړ پیدا شي.»

امریکايي چارواکو ویلي‌ دي چې تر هغو به له دې پیسو څخه د افغانستان مرکزي بانک ته پیسې نه ورکول کیږي تر څو یاد بانک له سیاسي مداخلې آزاد شوی نه وي.امریکایې محکمې د افغانستان له شتمنیو د غرامت ورکړه رد کړې

‌امریکا متحده ایالات د افغانستان بانک د مشرتابه د بدلون غوښتنه کوي.‌ د دغه بانک دوه مشران د امریکا او ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې شامل دي.‌

د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ اوس د سویس په بازل کې د نړیوالو مالي ‌معاملاتو اړوند په یوه بانک کې ساتل کیږي. ‌دغه بانک د نړۍ مرکزي بانکونو ته د نړیوالو مالي معاملاتو د تصفیې په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

په داسې حال کې چې افغانستان د ژمي په درشل کې دی او دغه هیواد له وړاندې نه له اقتصادي او بشري ناورین سره مخامخ دی، ‌دغه پیسې به د افغانستان اقتصادي او بشري ناورین حل نه کړي.

افغانستان کې بشري ناورین او اقتصادي بد وضعیت

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې افغانستان د ټول شاوخوا ۴۰ میلیونه نفوس نیږدې نیمايي یې د خوراکي موادو له سخت کمښت سره مخامخ دي.‌

اوس د افغانستان د نویو حاکمانو یعنې طالبانو له پاره تر ټولو ستره ستونزه له داخلي عوایدو د حکومتي مصارفو پوره کول دي، داسې مصارف چې د طالبانو تر بیا واکمنیدو وړاندې تر ډیره پورې د نړیوالې ټولنې پر غاړه ول.‌

د تيرو جمهوري نظامونو د واک په موده کې د افغانستان د بودجې نیږدې ۷۵ سلنه برخه د نړیوالې ټولنې او نورو مالي سازمانونو له لوري ورکول کیدله او یوازې کمه برخه یې له داخلي عوایدو برابریدله.‌

Da Afghanistan Bank (DAB) | Kabul, Afghanistan
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

د نویو پیسو په هکله یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښولو په شرط رسنیو ته ویلي دي ‌چې د افغانستان اقتصاد له ساختاري اړخه له جدي ستونزو سره مخامخ دی او د طالبانو په بیا راتګ سره لا ډېر سخت شوي دي.

له لسیزو راهیسې په افغانستان کې جګړه،‌ د کرونا وبا،‌ له نړیوال مالي نظام څخه د افغانستان د اړیکو قطع کیدل،‌ اوږدې وچکالۍ او په دې وروستیو کې طبیعي ناورینونه هغه څه دي چې د افغانستان په اوسني ناورین کې مهم نقش لري.‌

سویس ته د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د انتقال پریکړه د امریکا او سویس او همداراز له طالبانو سره تر اوږدو مذاکراتو وروسته شوې ده.‌

تر دې وړاندې طالبانو له امریکا څخه د افغانستان د ټولو ۷ میلیارده ‌ډالرو کنګل شویو شتمنیو د آزادولو غوښتنه کړې وه.

په کابل کې د القاعده شبکې د رهبر ایمن الظواهري د وژل کیدو او همداراز د طالبانو له لوري له بشري حقونو د سرغړونو د تورونو باوجود دغه خبرې او مذاکرات روان ول.‌

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن د روان کال په فبروري میاشت کې د افغانانو د ښیګڼې له پاره د افغانستان د مرکزي بانک د ۳،۵ میلیارده ډالرو د انتقال غوښتنه کړې وه او پاتې ۳،۵ میلیارده کنګل شوې شتمنۍ لا هم لانجنمنې پاتې ده.

‌د امریکا متحده ایالاتو په یوه محکمه کې د سپتمبر د ۱۱ د قربانیانو له لوري د افغانستان په کنګل شویو شتمنیو کې محکمه روانه ده، خو د محکمې تر پریکړې وروسته دغه پاتې پیسې هم نوي صندوق ته انتقالیدلی شي.‌

سربیره پر دې، ‌د افغانستان شاوخوا ۲ میلیارده ډالر په اروپايي او اماراتي بانکونو کې دي او ښايي هغه هم ټولې دغه صندوق ته انتقال کړل شي.

د امریکا متحده ایالاتو د چارواکو په خبره، د دغو پیسو څارنه به امریکايي استازي، د سویس حکومت، ‌د افغانستان د بانک پخوانی مشر او پخواني مالیي وزیر انورالحق احدي او شاه مهرابي کوي. شاه مهرابي امریکايي کارپوه دی چې د افغانستان د مرکزي بانک د مدیره پلاوي غړیتوب هم لري.