1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: د پاکستان استخبارات د اورپکو سره اړیکي لري

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱, پنجشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو لوي درستيز مايک مولن د چهارشنبي په ورځ اسلام آباد ته تر رسېدو وروسته ويلي چي د پاکستان استخباراتي شبکه ISI د ترهګرو سره اړيکي لري.

https://p.dw.com/p/111i5
ARCHIV - CIA-Direktor Leon Panetta in Washington (Archivfoto vom 05.02.2009). Die Regierung von US-Präsident Barack Obama macht Ernst mit der Abkehr von der Anti-Terror-Politik von Vorgänger George W. Bush. CIA-Direktor Leon Panetta erklärte am Donnerstag (09.04.), der Geheimdienst betreibe keine Geheimgefängnisse mehr. Die Einrichtungen würden allesamt aufgegeben, Verträge mit Bewachungsfirmen gekündigt, schrieb Panetta in einem Memorandum an die CIA-Mitarbeiter. Foto: Shawn Thew +++(c) dpa - Bildfunk+++ ### Verwendung nur in Deutschland, usage Germany only ###
CIA schafft umstrittene Geheimgefängnisse ab Leon Panettaانځور: picture alliance/dpa

مولن اوس په اسلام آباد کي دي ترڅو د پاکستان د پوځي لوړ پوړو چارواکو سره په سيمه کي د طالبانو سره د دولتي کسانو د اړيکو د لرلو پر سر خبري وکړي.

د پاکستان د يو آزاد تلويزون جيو سره په مرکه مولن ويلي « ISI د اوږدې مودي راهيسي د حقاني شبکې سره اړيکي لري، خو دا په دي معني نه ده چي د ISI هر کس دي د هغوی سره اړيکي ولري.» هغه زياته کړې چي په دې اړه به د پاکستان لوي درستيز اشفاق کياني سره خبري وکړي.

هغه زياته کړه « زه فکر کوم چي اوس وخت بدل سوی دی، د جنرال اشفاق کياني او نورو مشرانو سره به د خبرو اصلي ټکی هم دا وي.»

د جنرال اشفاق کياني او د جنرال شميم وايين سره تر ليدو وروسته په پاکستان کي د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت لخوا په يوه خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي چي مولن ددې خبري پخلی کړي چي امريکا به د پاکستان سره د تروريزم پر ضد جګړه کي خپلي مرستي جاري ساتي.

مولن د حقاني د شبکې پر خلاف د امریکا او پاکستان ګډه جګړه ستايلې، خو دا اړيکي هله خړي پړي سوي چي د جنګيالو سره د ISI د اړيکو راپورونه ورکړل سول.

د حقاني شبکه د القاعدې ملاتړې ده ، چي مشر يې پخوانی جنګسالار جلاالدين حقاني دی. دغه شبکه د پاکستان د قبايلي سيمي جنوبي وزيرستان څخه خپل فعاليتونه کوي. دغه ډله په افغانستان کي په خونړيو پيښو کي په لاس لرلو تورنه ده.

په ۲۰۰۹ م کال کي د خوست په ولايت کي د امريکايانو په يوه مرکز کي يو ځانمرګي بريد وسو چي په نتيجه کي يي دCIA ۷ تنه کار کوونکي ووژل سول، پړه يې پرغي شبکې ور اچول کيږي.

د افغانستان په ختيځ کي د ايتلافي ځواکونو قومندان تورن جنرال جون کيمپبل خبريالانو ته ويلي چي د مولن په سفر کي به کوښښ وسي چي د پاکستان سره په ګډه د حقاني د شبکې د راپرځولو لپاره کار وسي.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل