1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پاکستان ته د طالبانو د پټنځایونو له کبله ګواښ وکړ

۱۳۹۶ آبان ۲, سه‌شنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریک تیرلسن، د سه شنبې په ورځ له کابل څخه د اسلام آباد پر لور وخوځید. هغه به په دې سفر کې پر پاکستان باندې فشار راوړي چې په خپله خاوره کې طالبانو ته پټنځایونه ور نه کړي.

https://p.dw.com/p/2mNrC
USA Tillerson dementiert Rücktrittsgedanken
انځور: Reuters/Y. Gripas

دا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه، پاکستان ته د تیلرسن لومړی سفر دی. هغه په داسې حال کې دې هیواد  ته سفر کوي چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، په اګست میاشت کې پر پاکستان باندې د «خرابکارۍ استازو» هغو استازو ته چې په افغا افغانستان کې د ناټو په مشرتوب ځواکونو باندې بریدونه کوي، پټنځایونه برابروي.

تیلرسن تر پاکستان مخکې په یوه نه اعلان شوي سفر افغانستان ته تللی وو، او هلته یې له افغان چارواکو سره د بګرام په پوځي اډه کې ولیدل. تیلرسن وویل چې هیواد یې له پاکستان څخه «مشخصې غوښتنې» کړې دي چې د طالبانو ملاتړ کم شي.

واشنګټن او کابل تل پر اسلام آباد باندې د یاغیانو د ملاتړ تور لګوي او ټینګار کوي چې د دې هیواد پوځ د طالبانو په څیر یاغي ډلې د هندوستان د نفوذ پر ضد د خپلې نیابتي جګړې د پر مخ بیلو له پاره کاروي. پاکستان بیا تل دغه تورونه رد کړي دي.

د دوشنبې په ورځ د بګرام پوځي اډې ته د خپل لنډ سفر پر مهال، تیلرسن خبریالانو ته وویل چې پاکستان باید وضعیت په سمه توګه وآرزوي او وګوري چې څومره شمیر ترهګري ډلي په دې هیواد کې پټنځایونه لري.

تیلرسن به اسلام آباد ته د خپل سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، او د پوخ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا، سره وویني. دا پاکستان ته د ترمپ د ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي لومړی سفر دی.

امریکایي او پاکستاني چارواکي وایي چې تر دې وروسته به د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر هم پاکستان ته سفر وکړي، ځکه ولسمشر ترمپ غواړي پاکستان ته خپل پیغام په واضح ډول واستوي. دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې د واشنګټن او پاکستان اړیکي خړي پړي شوي دي.