1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په پورونو کې ډوبه ده

۱۳۹۷ خرداد ۴, جمعه

پوهیږئ چې د امریکا دولت څومره پوره وړی دی؟ ۲۱ زره ميلیارده ډالره. دا د دغه هیواد تر کلني اقتصادي عاید هم یو څه زیات دي او په هره ثانیه کې ۲۵ زره ډالر نور ورزیاتیږي. دا وضعیت د دغه نړیوال قدرت پر راتلونکي څه اغیزه لري؟

https://p.dw.com/p/2yIQD
Symbolbild Staatsverschuldung der USA
انځور: picture-alliance/chromorange

د امریکا متحدو ایالاتو د پور کچه وار په ورا زیاتیږي او پای یې لا تراوسه معلوم نه دی. خو اوسني وضعیت ته په کتو سره ډير اروپايي پانگوال نوره زیاته لیوالتیا نه لري چې امریکايي دولتي بهاداره اوراق رانیسي.د اټکلونو له مخې په دو کلونو کې به اوسنی ۲۱ زره ميلیارده ډالره پور ۲۲ زره ميلياردو ته ورسیږي.

که چیري د ڼړۍ ټول ميلیاردران لاس سره ورهم کړي، نه شي کولای چی د امریکا نیمايي پور پوره  کړي. د دې له پاره چې امریکا له پوروړیتوب څخه وژغورل شي، د نړۍ هر شخص باید امریکا ته کابو ۳۰۰۰ ډالر بخشش ورکړي.

مارک گولدشتاین وايي:«امریکا متحد ایالات تر خپل عاید زیات لگښت کوي.» گولد شتاین د امريکا د «یوې ځواب ورکوونکي فدرالي بودجې د کمیټې» مرستیال دی. دا هغه سازمان دی چې له دولتي بودجې سره د پوره مسئوليتي چلند د څرنگوالي په اړه څېړنه کوي. دغه اقتصاد پوه د ترمپ حکومت ته چې د مالیاتو پرکمښت او د نوو لگښتونو د منظورۍ پر سیاست ولاړ دی، په اشاره سره وايي:«سیاستوالان وضعیت نور هم ناوړه کوي. هغوی ډير زیات د راتلونکې انتخاباتو په هکله فکر کوي، نه د راتلونکي نسل په هکله.»

د امریکا حکومت استدلال کوي چې د مالیاتو کمښت اقتصادي ودي ته لاره پرانيزي او په دې سره دولت کولای شی چې زیات مالیات ترلاسه کړي. د آلمان په مانهایم ښار کې د اروپايي اقتصادي څیړونو د مرکز د عامه مالي اقتصاد د څيړنې د برخي آمر فریدریش هاینمن د ترمپ حکومت دې ډول سیاست ته په کتو سره وايي:«دا ډول اقتصادي سیاست هیڅ وخت نتیجه نه ده ورکړې، حتی په امریکا کې هم. بیا په خاصه توگه د ترمپ له روان چلند سره خو هیڅ نتیجه نه ورکوي.»

بهرني پانگوال نور زیاته لیوالتیا نه لري

د مالیاتو تر څنگ د دې له پاره چې نوري زیاتي پیسې تر لاسه کړي، امریکا د نورو هیوادونو په شان، ربح ورکونکي دولتي بهادار اوراق نه یوازي پر امریکايي، بلکي پر بهرنیو پانگوالو هم پلوري. د امریکا تر ټولو ستر بهرنی پانگوال چین دی. امریکا له چینه ۱۲۰۰ميلیارده ډالره پوروړې ده. دغه مبلغ اوس له امریکا متحدو ایالاتو سره په تجارتي شخړه کې د یوه بالقوه گواښ په توگه گڼل کیږي. امريکا له آلماني پانگوالو څخه۹۰ ميلیارده ډالره پوروړې ده.

هغه څه چې پخوا يې ډير ښه کار ورکاوه، داسي ښکاري چې نور کار نه ورکوي. ډير بهرني پانگوال زياته لیوالتیا نه لري چې د امریکا په پوروړيتوب کې خپلې پیسې غرقې کړي. معنی دا چې ډيری نه غواړي چې امریکايي دولتي بهاداره اوراق رانیسي.

د پانگوني ډاډمن ځای او که د نوی مالي کړکېچ گواښ؟

که څه هم د امریکا متحدو ایالاتو د پوروړيتوب کچه به هیڅکله نور کوچنې نه شي او پانگوال د ترمپ حکومت له مالي سیاست څخه د ویرې احساس کوي، د اقتصاد پوه هاینمن په نظر د امریکا دولتي بهادار اوراق تر دې وروسته هم د پانگوني له پاره په زړه پورې دي: «د دولتي پوروړيتوب تر شا د کریدت ورکولو یوه ستر وړتیا نغښتې ده.» هغه زیاتوي: «امریکا به تل د دې وړتیا ولري چې خپل پورونه بیرته ورکړي.»

دغه راز د پوروړيتوب کارپوه گولدشتاین هم گومان نه کوي چې امریکا متحد ایالات دې د خپلو پورونو د بیرته ورکولو توان له لاسه ورکړي. سره له دې هم هغه د احتیاط سپارښتنه کوي: «کیدای شي موږ له دې سره یو نړیوال مالي کړکیچ رامنځ ته کړو.» هغه یادونه کوی چې داسي یو حالت کیدای شي هغه وخت پیدا شي چې ډير پانگوال د امریکايي دولتي بهادارو اوراقو له پاره لیوالتیا له لاسه ورکړي او امریکا مجبوره شي چې پر دې اوراقو باندي ربح یا سود نور هم زیات کړي، څو د دغو اوراقو د رانیولو له پاره مشتریان پیدا کړي.

گولد شتاین وايي چې پر بهادارو اوراق باندي لوړ سود د پانگوالو له پاره په زړه پوري دی، خو د ټول اقتصاد له پاره ښايي یوه ستونزه وگرځي، د پانگوني له پاره چې اقتصادي څرخ مخ پر وړاندې وخوځوي، ډيري زیاتي پیسي نه پاتيږي. له دې سره اقتصادي خوځښت کمزوری کیږي او په عین وخت کې امریکا باید د خپلو پورونو له پاره نورې پیسې درک کړي. د اقتصاد پوه گولد شتاین په نظر په څو کلونو کې کیدای شي د ربح یا سود لگښت د پوځ له پاره تر دولتي لگښت لوړ شي. نو هیله ده چې بهرني پانگوال پر امریکا متحدو ایالاتو باندي خپل باور له لاسه ور نه کړي.

زموږ له ارشيفه: