1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: چین او روسیه د نړیوال نظام بی ثباته کونکي قدرتونه دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني رپوټ کې چين او روسیه له ایران او شمالي کوریا سره په یوه کتار کې راوستي دي. زیاته شوي چې دغه دواړه هیوادونه بشري حقونه تر پښو لاندې او نړیوال نظام بی ثباته کوي.

https://p.dw.com/p/2wRLP
USA John Sullivan, kommissarischer Außenminister
انځور: Getty Images/W. McNamee

د امریکا متحده ایالاتو د (۲۰۱۷م)  په کلني رپوټ کې دا وار چين او روسیه د امریکا د ستراتیژیکو مخالفينو په کتار کې له شمالي کوریا او ایران سره په یوه کټه ګورۍ کې راوستل شوي او په دغو هیوادونو کې د بشري حقونو پر وضعیت ډیرې سختې نیوکې شوي دي.

همدارنګه په دې رپوټ کې اشاره شوی چې «فاسد او کمزوري حکومتونه» د نړیوال نظام ثبات او د امریکا متحده ایالاتو ګټې ګواښي.  

د دې رپوټ پر بنسټ دغه هیوادونه په داسې یو موقعیت کې قرار نه لري چې د خپلو اتباعو لومړني او اساسي حقونه تامين کړي. یو شمیر نورو د بیان آزادي او د غونډو جوړیدل محدوده کړي او د خپل هیواد ديني او قومي لږکۍ سرکوبه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل رپوټ کې ټینګار کوي چې دغه هیوادونه «اخلاقاً د غندنې وړ» دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جان سولیوان، د جمعې په ورځ د دې رپوټ د وړاندې کولو پر مهال په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه وویل: «د ایران خلک د خپلو رهبرانو له لاسه په رنځ او عذاب کې دي. د سوله ایزې راټولیدنې حق، د ټولنې جوړول او د بیان آزادي د ټولې نړۍ په کچه د خلکو مشروع غوښتنه ده. خو له بده مرغه د ایران د خلکو له پاره دغه حق نږدې هره ورځ تر پښو لاندې کیږي».

د امریکا متحده ایالاتو د (۲۰۱۷ م) د کلني رپوټ پر بنسټ ایران د روحي او بدني شکنجو د هغو له جملې څخه د بی خوبه کولو، شترس، برقي شوک، په اعدام ګواښلو او د زندانیانو پر وړاندې د جنسي تیري له طریقو څخه استفاده کوي.

تیر کال د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر رکس ټیلرسن، د بشري حقونو د هغه رپوټ له وړاندې کولو څخه ډډه وکړه چې د بارک اوباما د حکومت له خوا لیکل شوی وو.

ترمپ ټیلرسن د روان کال په مارچ میاشت کې له دندې ګوښه کړ او د هغه پر ځای یې د امریکا د استخاراتي سازمان مشر مایک پمپئو ؤنوماوه. بمپئو باید د امریکا د سنا مجلس تائيد ترلاسه کړي.