1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي جنرالان د افغانستان په هکله کومې غلطۍ کوي؟

۱۳۹۷ فروردین ۲۴, جمعه

جنرال جان نیکلسن د خپلو پخوانیو جنرالانو هغه څرګندونې بیا تکرار کړي چې د امریکا تازه ستراتیژۍ چې پکې د هوايي ځواک غښتلي کول او د افغان ځواکونو د روزنې له پاره د امریکايي سرتیرو زیاتولو، په افغانستان کې وضعیت بدل کړی دی.

https://p.dw.com/p/2vydq
Afghanistan Kabul US-Verteidigungsminister Mattis
انځور: Reuters/J. Ernst

د بشري حقونو د څار په سازمان کي د افغانستان د چارو څېړونکي پتریشا ګوسمن په افغانستان کي د امريکايي جنرالانو د پرلپسې غلطيو په اړه په يوه مقاله کې خپل نظرونه وړاندي کړي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال نیکلسن او د ۲۰۱۶م کال له مارچ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د «پریکړنده ملاتړ ماموریت» مشر اوس باید په هر څه ښه خبر شوی وي.

په ۲۰۱۴م کال کې د جنرال نیکلسن ځای ناستي جنرال جان کمپبل ویلي ول چې ده هم په افغانستان کې بدلون لیدلی دی. په ۲۰۱۳م کال کې امریکايي جنرال جنرال جوزیف ایف. دا نفورد هم د جګړې د بریا خبره کړې وه. تر هغه پخواني امریکايي جنرال جان الن هم اعلان کړی وو چې «موږ د بري په حال کې یوو او موږ یې ګټو.» تر نوموړي وړاندې په ۲۰۱۱م کال کې جنرال دیوید پتریس ویلي ول چې امریکايي ځواکونو د طالبانو پرمختګ پر شا کړی دی. بل لوري ته بیا په ۲۰۱۰م کال کې جنرال ستانلي مک کریستل فکر کاوه چې بریا لا هم د لاسته راوړلو وړ ده او په ۲۰۰۹م کال کې جنرال دیوید مک کیرنن د وضعیت د لیدلو په پایله کې ویلي ول چې امریکا متحد ایالات په افغانستان کې جګړه نه بایلي. دغه لړۍ همداسې روانه ده او ان هغه وخت ته رسیږي کله چې په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا په مشرتوب نړیوال ائتلاف د طالبانو رژیم را نسکور کړ.

US Soldaten in Afghanistan
انځور: Getty Images/A. Renneisen

ګوسمن په خپله دې مقاله کې لیکي چې امریکايي قوماندانان به حقیقت هغه وخت ښه درک کړي چې دوی د ننګرهار ولایت ملکي روغتون کې ډیر وخت تیر کړي، لکه څرنګه چې هغې د تیرکال په دسمبر میاشت کې په دې روغتون کې وخت تیر کړ. د نوموړې په حواله هغې په دې روغتون کې د هوايي بریدونو او بې پیلوټه الوتکو له قربانیانو سره مرکې کړي دي. نوموړې لیکلي دي چې په دې قربانیانو کې یو ۱۵ کلن هلک هم شامل دی چې دواړه پښې یې وروسته له هغې قطع شوي چې د افغان ځواکونو یوې چورلکې د دوی پر موټر چې د کورنۍ غړي یې پکې سپاره ول او یوې جنازې ته روان ول، ډزې وکړې او په پایله کې یې د هغه ترور ووژل شوه او درې تنه نور پکې ټپیان شول.

په دې ټوله کیسه کې بیا یو بل حقیقت هم ورک دی او هغه دا چې له ۲۰۰۹م کال راهیسې دغې جګړې ۲۸ زره او ۲۹۱ قربانیان اخیستي او شاوخوا ۵۲ زره او ۳۶۶ یې بیا ټپیان پر ځای پریښي دي. ملګرو ملتونو ویلي دي چې دا هغه شمیرې دي چې دوی یې تائیدولی شي، په داسې حال کې چې حقیقي شمیرې ښايي تر دې هم لوړې وي. د دې تلفاتو د ۷۰ سلنې مسئولیت پر وسله والو طالبانو اچول کیږي او د پاتې نورو تلفاتو مسئولیت بیا پر افغان امنيتي ځواکونو او بهرنیو ځواکونو په ځانګړې توګه پر امریکايي ځواکونو اچول کیږي.

Afghanistan NATO-Training für afghanische Sonderkomandos
انځور: DW/S. Tanha

ګوسمن په خپله دې مقاله کې همدا راز لیکلي دي چې د کابل ښار له اوسیدونکو سره چې هغې مرکې او خبرې کړي، هغوی ورته ویلي دي چې دوی ټول تل په دې ویره کې دي چې د یاغیانو په بل ځانمرګی برید به د دوی د کورنۍ غړي ووژل شي. ځینو بیا د وروستیو بریدونو په پایله کې په روغتونونو کې د خپلو خپلوانو د لټولو دردوونکې کیسې کولې. په ورته وخت کې، په هرات او ننګرهار کې ځینو افغانانو هغې ته ویلي دي چې دوی تل په دې ویره کې وي چې کوم هوايي برید به یې ژوند واخلي. د دغو ولایتونو خلکو له ګوسمن څخه پوښتلي چې ولې دوی [افغان او بهرني ځواکونه] تر بمبار مخکي دا نه ویني چې په دوی کې میرمنې او ماشومان هم موجود دي؟

بل لوري ته بیا په هلمند کې تر یوه وروستي ځانمرګي برید وروسته، هلمندیانو په دې ولایت کې یو خوځښت رامنځ ته کړی او د جګړې له دواړو اړخونو د سولې او د وژنې د بندولو غوښتنه کوي، له دې سره سم د افغانستان په ځینو نورو برخو کې هم دې ته ورته لاریونونه او غونډې شوي دي.

Afghanistan Kabul Selbstmordattentat
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

په عین وخت کې بيا امریکايي چارواکي د بریا خبري کوي. د بیلګې په توګه په یو لړ تازه پوځي عملیاتو کې د طالبانو پخوانی غړی قاري حکمت چې په دې وروستیو کې یې له داعش ترهګرې ډلې سره خپل بیعت اعلان کړی وو، د افغانستان په شمال کې ووژل شو. د امریکايي ځواکونو هوايي عملیاتو بیا دغه هیواد له داعش سره له تړلو ډلو پاک کړی نه دی او نه یې هم وسله وال طالبان د سولې خبرو ته اړ کړي دي. د دې پرځای دغه څه، د یوه تقابلي عمل له پاره دروازې پرانیستلي چې له امله یې ښاري سیمې ډیر ځله د ترهګریزو فعالیتونو ښکار ګرځیدلې دي، هغه څه چې امریکايي چارواکي یې هم تائیدوي.

د مقالې د لیکونکې په باور، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان به د افغانانو په منځ کې هغه وخت ډیر اعتبار ترلاسه کړي چې نوموړی د په فساد ککړو پولیسو له قوماندانانو او له ملیشه ځواکونو او جنګ سالارانو سره خپلې اړیکې پرې کړي. د دې ترڅنګ که چیري دوی د ملکي تلفاتو د کمښت په موخه اساسي او ښه اقدامات عملي کړي او د ملکي تلفاتو پرمهال مناسب جبران او مسئولیت ومني، دغه به هغه حقیقي بدلون وي چې افغانان به یې هرکلی وکړي.

زموږ له آرشیف څخه: