1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي بې پیلوټه الوتکي پر الشباب برید کړی

AFP, AP, Reuters۱۳۹۳ بهمن ۱۵, چهارشنبه

امریکا متحدو ایالاتو ویلي دي چې په سومالیا کې یې د الشباب ډلي پر یوه لوی چارواکي د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی. تیر کال هم د دې ډلې مشر او د استخباراتو رئیس ووژل شول.

https://p.dw.com/p/1EVHz
انځور: Reuters

پنتاگون د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې امریکایي بې پیلوټه الوتکو د سومالیا په سویل کې د الشباب ډلې پر یوه لوی غړي د تیري اوونۍ په وروستیو ورځو کې برید کړی دی.

د پنتاگون ویاند جان کیربي، ویلي دي چې د ترسره شوي برید هدف د الشباب ډلي د بهرنیو عملیاتو مشر یوسف دحیق، وو. کیربي زیاته کړې ده: «زه نه شم کولای چې د عملیاتو نتیجه تائید کړم. خو که عملیات بریالي وي او یوسف پکې وژل شوی وي نو دا د الشباب ډلې ته یوه بله ضربه ده.»

د پنتاگون ویاندې زیاته کړې ده چې یوسف تر سومالیا دباندي بریدونو په پلانولو او عملي کولو کې مستقیم ښکیل وو. برید د شنبې په ورځ د سومالیا د پلازمیني د مرکز سویلي برخې ته ترسره شوی دی.

امریکا متحد ایالات غواړي د الشباب ډلي مشرتابه له منځه یوسي. دغه ډله له القاعدې سره اړیکي لري. د تیر کال په سپتمبر میاشت کې یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د الشباب ډلي مشر احمد ابدي گودان، د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وواژه.

په تیر دسمبر میاشت کې بیا په یوه بل برید کې د دې ډلي د استخباراتو مشر هم ووژل شو.

الشباب یوه افراطي اسلامپاله ډله ده چې په دې وروستیو وختونو کې تر خپل کنترول لاندي ځیني سیمې سومالیایي او د افریقايي ټولني عسکرو ته له لاسه ورکړي دي. دغې ډلې تر ۲۰۱۱م کاله پوري د سومالیا پر سویلي برخو او پلازمینې موگادیشو باندي کنترول لاره.

په داسې حال کې چې دغه ډله د پخوا په پرتله ضعیفه شوې ده، اوس هم د دې ظرفیت لري چې چرکي جنگ وکړي، ترهگر بریدونه ترسره کړي او بمونه ځای پر ځای کړي.

په نومبر میاشت کې دغي ډلي په کینیا کې ۲۸ کسان ووژل او په تیر دسمبر کې یې بیا ۳۶ غیر مسلمان کارگران له منځه یوړل. دا ډله په ۲۰۱۳م کال کې په نایروبي کې پر یوه لوی پلورنځای باندي په بريد کې لاس لاره چې۶۷ کسان پکې ووژل شول.