1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايساف وروستی ماموريت تمديد سو

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ مهر ۱۹, جمعه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کي د ايساف ځواکونو پوځي ماموريت د يوه بل او وروستي کال له پاره تمديد کړ. په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

https://p.dw.com/p/19xpu
انځور: Bundeswehr/Faller

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اکتوبر ۱۰) په افغانستان کي د ايساف ځواکونو ماموريت د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر مياشتي تر ۳۱ نېټې پوري تمديد کړ. تمه کيږي چي دا به په افغانستان کي د دغه شان یوه ماموريت وروستۍ کال وي.

د ملګرو ملتونو په دغه پريکړه لیک کي تر دغه ماموريت وروسته هم له افغانستان سره د نړيوال ملاتړ خبره سوې ده. دغه راز ويل سوي دي چي افغان حکومت بايد «له اداري فساد سره مبارزه ګړندۍ کړي او ډېر مسؤليت ته اوږه ورکړي.»

اوس په افغانستان کي د ۵۰ هيوادونو نزدې ۸۷۰۰۰ سرتيري مېشت دي. په دې کي تر ټولو ډير د امریکا متحده ايالاتو سرتيري دي چي شمېر يې ۶۰۰۰۰ ته رسيږي.

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پروسه همدا اوس روانه ده. تيره اوونۍ آلماني ځواکونو د افغانستان په شمال کي د کندولايت عمومي پوځي اډه خالي کړي او د دغه ولایت ټول امنيتي مسؤليت يې افغان امنيتي ځواک ته وسپاره.

بريتانيا د پنجشنې په ورځ افغانستان ته د خپلو وروستيو سرتيرو لېږل پيل کړل. په پلان کي ده چي په راتلونکو شپږو اوونيو کي به دغه هيواد ته وروستي ۶۰۰۰ تنه سريتري ولېږل سي.

په دې وروستيو وختونو کي په افغانستان کي امنيتي وضعيت نور هم خراب سوی دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي د روان کال په لومړۍ نيمايي کي د افغانستان په شخړه کي نژدې ۱۰۰۰ تنه ملکي وګړي وژل سوي دي، چي دا د تيرکال د دغه مهال په پرتله ډېر دي.

کارپوهان په دې نظر دي چي افغان امنيتي ځواک لا تراوسه پوري د دې جوګه نه دی چي د ټول هيواد امنيتي مسؤليت ته په يوازي سر اوږه ورکړي. خو افغان حکومت وايي چي ځواک يې د هيواد د امنيت ساتلو توان لري.

افغان ولسمشر حامد کرزي څو ورځي دمخه له بې بې سي راډيو سره په يوه مرکه کي وويل چي «هغه سیمي چي افغان امنيتي ځواک ته سپارل سوي دي امنيت يې تر پخوا ښه سوی دی.»