1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجر اوس د بروکسل له لارې انګلستان ته د رسیدو هڅه کوي

۱۳۹۶ مهر ۲۸, جمعه

په فرانسه کې د کاله کمپ تر تړل کیدو وروسته، اوس ډیر مهاجر بروکسل ته راغلي چي ځان انګلستان ته ورسیوي. هغوی د اورګاډي په یوه تمځای په دې هیله شپې او ورځې تیروي چي یوه ورځ به خپل وروستي مقصد، لندن ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/2mDhf
Belgien Flüchtlinge in Brüssel
انځور: Reuters/E. Vidal

د هغه راهیسي چي د ۲۰۱۶ کال په مني کي د کاله کمپ تخلیه سو او ډیری کسان ترې ووتل اوس بروکسل د مهاجرو له پاره د انګلستان په ترانزیتي لار باندي اوښتی دی.

اکثره مهاجرین گومان کوي چي له دغه ځای څخه به د سرویسونو پواسطه وکولای سي، لندن ته ځانونه ورسوي. د بروکسل د ریلگاډو شمالي تمځای ته هره شپه د ۱۵ کلنو څخه تر ۲۵ کلنو پوري په سلونو افریقايی مهاجر راځي او غواړي دلته شپه تیره کړي. یو د هغوی څخه اریتریايي ټیټو دی.

د هغوی اکثریت د نورو اروپايي هیوادو لکه ایټالیا څخه دلته راغلي دي، چي یا یې ځاونه هلته نه دي راجستر کړي او یا یې پناهندگي رد سوې ده. د ټیټو د پناه غوښتنلیک هم رد شوی دی.

دغه ډول مهاجر په حقیقت کي په اروپا کي قانوني موقف نه لري. ځکه نو دوی تل په تیښته کي وي او کله چي د پولیسو یو موټر تیریږي، هغوی هم له تمځای څخه تښتي. دوی پوهیږي چې که د پولیسو له خوا ونیول سي نو لومړی به محبس ته ولیږدول شي او له هغه ځایه به بیا خپل ټاټوبي او یا هغو هیوادونو ته واستول شي چې دوی ورته لومړی رسیدلي دي.

که له یوې خوا پولیس د هغوی د نیولو او بندی کولو کوښښ کوي له بلې خوا یو بلجیمي خیریه سازمان (Plateforme Citoyenne de Soutien aux Refugies) کوښښ کوي چې له هغوی سره مرستې وکړي، کمپلي، جاکټونه، شالونه، بوټان او نور شیان ورسوي.

ویل کیږي چي په دغه تمځاي کي تیره اوونۍ هره شپه تر ۷۰۰ پوري مهاجر ویده کیدل. نوموړی خیریه سازمان هغوی ته یو یا دوه واري ډوډی هم رسوي. د بې سرحده ډاکټرانو سازمان بیا په اوونۍ کي څو وارې په دې سیمه کې د ناروغانو او ټپیانو پالنه کوي.

اریتریايي ټيټو تر دې مخکي پنځه کاله په آلمان کي ژوند کړی وو. هلته یې پناهندگي ورکړې وه په یوه رستورانټ کي یې کار کاوه، بیمه وو او ملگري یې پیدا کړی ول. خو تر پنځو کلونو وروسته د هغه د پناه غوښتنلیک رد شو. بیا نو ټيټو پریکړه وکړه چي آلمان پریږدي او په غیر قانوي ډول په دې امید سره ژوند وکړي چي یو وخت وکولای سي لندن ته ځان ورسوي.

د دوبلین د پناهندگۍ د سیسټم پر اساس یو مهاجر باید په هغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي چې لومړی ورته رسیدلی وي. خو د خیریه سازمان څخه د انیلا، چي همدا اوس یې په داوطلبانه ډول د مهاجرو د مرستي رسولو کار پای ته رسیدلی او ستړې ستومانه هم ده، وايي چی د دوبلین د مقرراتو پر مفکوره باندي د دغه تمځاي څخه فقط څلور کیلومتره لیرې د اروپايي ټولني سیاستمدارانو کار کړئ وو. خو دغه سیسټم او مقررات دلته لا هم اعتبار نه لري.

په همدې دلیل تیره پنجشنبه ورځ د اروپايي ټولني د کورنیو چارو وزیرانو همدلته په بروکسل کي د دوبلین په مقرراتو کي پر تغیراتو باندي بحثونه وکړل او پر داسې یو مصوبې یې کار پیل کړی چې د دوبلین قانون ځای به ونیسي.

زموږ له ارشیف څخه: