1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما او کاسترو تاريخي ملاقات وکړ

آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۲۳, یکشنبه

د پاناما د سرمشريزي په لومړۍ ورځ اوباما او راول کاسترو په لومړي ځل او په مستقيمه توګه ملاقات هم وکړ. د دغه ملاقات او خبرو اترو څخه وروسته اوباما وويل چي د کاسترو سره يې خبري اتري رغونکي وې.

https://p.dw.com/p/1F6YF
انځور: Reuters/Jonathan Ernst
په پاناما کي د امريکایي هيوادونو سږنۍ سرمشريزه تاريخي ده. دا خبره د پاناما ولسمشر خوان کارلوس د دغه سرمشريزي د پېل څخه تر مخه وکړه. هغه وويل چي دا لومړی ځل دی چي کيوبا هم په دغه سرمشريزه کي ګډون کوي او دا چي پاناما د داسي يوې تاريخي سرمشريزي په کورته توب وياړ کړي.
يادي سرمشريزي ته په دې خاطر هم په ټولو رسنيو کي د تاريخي سرمشريزي خطاب کيږي ولي چي د امريکا د متحده ايالاتو او د کيوبا ولسمشرانو باراک اوباما او راول کاسترو د خپلو هيوادونو تر منځ د تقريبا ۵۰ کالو د اړيکو يخ حالت ته د پای ټکی کښېښودی.
د امريکا متحده ايالات او کيوبا د تقريبا ۵۰ کالو راهيسي يو بل ته د «دُښمن هيواد» په سترګو ګوري. د امريکا متحده ايالاتو پر کيوبا د لسيزو راهيسي اقتصادي او نور بنديزونه لګولي دي. دواړه هيوادونه د يو بل له پاره تر اوسه سفيران هم نه لري. خو د دواړو هيوادونو تر منځ د تېر مېلادي کال په دسمبر مياشت کي هغه وخت د اړيکو د بهتره کېدو هيلي پيدا سوې، کله چي باراک اوباما د کيوبا په تړاو د امريکا د سياست د بدلون اعلان وکړ.
د اړيکو د بهتره کولو د هڅو اوج
د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو د بهتره کولو له پاره چي کومي هڅي څو مياشتي تر مخه پېل سوي وې، نړۍ والو يې تر ټولو لوړ او مهم ټکی د پاناما په سرمشريزه کي وليد. هغه دا چي د دواړو هيوادونو ولسمشرانو يو د بل سره روغبړ وکړی او لنډي خبري اتري يې تر سره کړې.
د دې څخه ترمخه چي د پاناما سرمشريزه چي پکښي د لومړي ځل لپاره پکښي کيوبا هم ګډون کوي پېل سي، اوباما د لاتين امريکا د هيوادونو څخه راغلو يو شمېر فعالانو او د مدني ټولنۍ د غړو سره وکتل. اوباما په دغه غونډه کي وينا واوروله او ويې ويل: « سړه جګړه د زيات وخت راهيسي پای ته رسېدلې ده او زه د هغو جګړو د پر مخ بيولو سره لېوالتيا نه لرم چي زما د پيدا کېدو څخه تر مخه پېل سوي وې.»
Bild der Teilnehmer beim Amerika-Gipfel in Panama
انځور: R.Arboleda/AFP/Getty Images
اوباما وويل چي هغه څه چي د امريکا متحده ايالات يې غواړي هغه دا دی چي د لاتين امريکايي هيوادونو سره ستونزي هواري سي. د سرمشريزي د پېل په لومړۍ ورځ چي کله ټول راغلي مشران د ګډ انځور اخيستلو له پاره د راټولېدو په حال کي ول نو اوباما او راول کاسترو يو د بل سره روغبړ وکړ. هغوی څو لنډي جملې هم سره تبادله کړې. د دغه روغبړ انځورونو د نړۍ په زياترو رسنيو کي خپاره سول او ورته د يو تاريخي روغبړ خطاب وکړل سو.
د بشري حقونو مطرح کول به ادامه ولري
د پاناما د سرمشريزي په لومړۍ ورځ اوباما او راول کاسترو په لومړي ځل او په مستقيمه توګه ملاقات هم وکړ. د دغه ملاقات او خبرو اترو څخه وروسته اوباما وويل چي د کاسترو سره يې خبري اتري رغونکي وې. د اوباما په وينا کاسترو ته يې وويل چي د دې وروسته به هم د بعضو موضوعاتو مطرح کولو ته ادامه ورکړي لکه بشري حقونه، د بيان آزادي، د راغونډېدو آزادي او داسي نور. اوباما وويل چي هغه په دې وجه نه ولي چي امريکا ځان پکښي بې عيبه بولي، خو په دې وجه چي دغه نړۍ وال ارزښتونه دي.
د کيوبا ولسمشر راول کاسترو د اوباما سره د خبرو وروسته وويل چي پر هره موضوع خبري کول ممکنه دي. خو هغه وويل چي دواړه اړخونه بايد چي د زيات صبر څخه کار واخلي.
د سپيني ماڼۍ په وينا د باراک اوباما او ۸۳ کلن راول کاسترو تر منځ خبرو اترو يو ساعت وخت ونيوی. زياته سوې چي د دغو خبرو اترو مرکزي موضوع د سفارتونو بېرته پرانستل وه. سپيني ماڼۍ ويلي دي چي دواړو اړخونو پر دې توافق کړی دی چي ژر تر ژر نا حل سوي سوالونه هم جواب کړي.
کيوبا غواړي چي د امريکا متحده ايالات ورباندي لګول سوي ټول بنديزونه ليري کړي او دا چي د ترهګرۍ سره د کومک کوونکو د خپل تور ليست څخه هم کيوبا ايسته کړي.