1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د 10000 سرتيرو ايستل پلان کړي

۱۳۹۰ تیر ۱, چهارشنبه

تمه کيږي چي باراک اوباما به د افغانستان څخه 5000 سرتيري په راتلونکي مياشت کي او 5000 نور د روان کال تر پاي پوري د ايستلو اعلان وکړي.

https://p.dw.com/p/11h5R
اوباما د امريکا په تکساس ايالت کي د پوځيانو سره
اوباما د امريکا په تکساس ايالت کي د پوځيانو سرهانځور: AP

د ځينو سرچينو په حواله، باراک اوباما به نن «چهارشنبه» د امنيت د انتقال د بهير د لومړي پړاو په ترڅ کي د افغانستان څخه د 5000 سرتيرو د ايستلو اعلان وکړي.

دغه سرچيني وايي چي اوباما کيدای شي په خپلي ننۍ بيانه کي تر 2012 کال پوري د افغانستان څخه د هغو 30000 پوځيانو د ايستلو اعلان هم وکړي چي 18 مياشتي مخکي اوباما افغانستان ته استولي ؤ.

د افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د ايستلو د څرنګوالي په اړه ولسمشر اوباما پرون «سه شنبه» خپل وروستۍ پريکړه وکړه. دی به دغه پريکړه نن شپه «چهارشنبه» د امريکا په وخت پر اتو بجو اعلان کړي.

امريکايي ځواکونه د عملياتو پر مهال
امريکايي ځواکونه د عملياتو پر مهالانځور: AP

اوباما په داسي حال کي د افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د ايستلو په اړه خپله پريکړه اعلانوي، چي د امريکا په کانګريس کي د افغانستان څخه د ډير شمير پوځيانو د را ايستلو غوښتيني ډير سوي.

خو د هغه هيواد د دفاع وزارت غواړي چي له افغانستان څخه دي په يو وار ډير شمير پوځيان نه وزي، ځکه چي له دغه کار سره به په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو لاس ته راوړني د کواښ سره مخامخ سي.

ښايي د افغانستان څخه د 5000 ځواکونو په ايستلو سره، اوباما د خپلو پوځي قوماندانانو او د سپيڼي ماڼۍ او کانګريس غړو د غوښتنو ترمنځ بلانس وساتي.

خو اوس د ځينو کسانو په ذهنونو کي د دغي پريکړي په اړه سوالونه رامنځ ته شوي وي چي کيداي شي دواړه خواوي په سمه توګه قانع کړي.

د سپيني ماڼۍ وياند، جي کارني، ويلي چي بارک اوباما پر دغي پريکړي د څو اونيو راهيس کار کاوه، چي بالاخره پرون يې پريکړه وکړه. کارني د اوباما د پلان د جزيياتو د اعلانولو څخه ډډه وکړه.

په هلمند کي امريکايي سمندري ځواکونه
په هلمند کي امريکايي سمندري ځواکونهانځور: AP

د اوباما دغه پريکړه ښايي په افغانستان کي ميشت د ناټو پر نورو ځواکونو هم اغيزي ولري.

په همدې حال کي ځيني سرچيني وايي چي د هغو 30000 سرتيرو په ايستلو کي چي اوباما 18 مياشتي مخکي افغانستان ته استولي ول، کيدای شي پنتاګون ته صلاحيت ورکړي.

دغه سرچيني وايي چي پنتاګون به دا پريکړه وکړي، چي څومره او په کوم وخت کي د افغانستان څخه ووزي.

وروسته له هغه چي امريکايي پوځيانو د پاکستان په زړه کي د القاعدې شبکې مشر، اسامه بن لادن، وواژه، ډير شمير امريکان غواړي چي سرتيري يي ژر تر ژره خپل هيواد ته ستانه شي.

په امريکا کي تر سره سوې يوه نظرپوښتنه ښيي چي 56 سلنه امريکايان غواړي چي ټول سرتيري يي ژر تر ژره خپل هيواد ته ستانه شي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل