1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د افغانستان څخه د عسکرو د را ايستلو پر پلان کار کوي

۱۳۹۰ آبان ۱۰, سه‌شنبه

سپيني ماڼۍ د پنتاگون څخه غوښتي ترڅو په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د را ايستلو په اړه خپلي مشورې ورکړي. په لومړي پړاو کي د ۲۰۱۲ کال تر اکتوبر پوري ۳۳۰۰۰ سرتير ايستل کيږي.

https://p.dw.com/p/132kk
د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما
د امريکا جمهوررئيس بارک اوباماانځور: AP

د موضوع سره اشنا سرچينو ويلي دي چي د ولسمشر اوباما نږدي مشاورينو د امريکا د دفاع د وزارت څخه غوښتي ترڅو په ۲۰۱۴کال کي افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه خپل مشوري وړاندي کړي.

امريکايي چارواکي وايي، چي په ۲۰۱۳او ۲۰۱۴کلونو کي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پلان لا اوس په لومړنيو مراحلو کي دي.

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير ليون پنيتا اسيا ته په يوه سفر کي ويلي ول، چي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو قوماندان، جنرال جان الين، د افغانستان څخه په تدريجي ډول د ځواکونو د ايستلو پر پلان کار کوي.

دا لومړی وار دی، چي سپيني ماڼۍ تر ۲۰۱۲ کال وروسته د افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو د پلان په اړه د معلوماتو غوښتنه کوي.

اوباما تيره مياشت اعلان وکړی، چي له عراق څخه به خپل ټول ځواکونه وباسي خو هغه لا تر اوسه پوري د افغانستان په اړه څه نه دي ويلي.

NO FLASH Präsident Barack Obama spricht in Fort Campbell
انځور: AP

د امريکا د ملي امنیت شورا يوه ويانده کتلين هايدين وايي، چي ولسمشر اوباما به د ناټو او افغان مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته په يو مناسب وخت کي پريکړه وکړي، چي د ۲۰۱۲ کال وروسته به د افغانستان څخه د نورو امريکايي ځواکونو را ايستلو په څه ډول وي.

که څه هم امريکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو پلانونه جوړوي خو په دغه هيواد کي امنيت لا تر اوسه هم خراب دی او حکومت يې ډير ضعيفه او په اداري فساد کي غرق دی.

ښايي پنتاگون دغه پلان سره موافق نه وي، چي له مخه يې د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کي يوازي ۶۸۰۰۰ عسکر په افغانستان کي پاته کيږي.

د ۲۰۱۲کال وروسته د ځواکونو د شمير کمول

په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو قوماندان، جنرال الين، اوس د ۲۰۱۲کال د اکتوبر تر مياشتي د ۳۳۰۰۰امريکايي عسکرو د ايستلو پر پلان باندي کار کوي.

NO FLASH Texas Militär
انځور: AP

خو د پنتاګون وياند، جورج ليتل، وايي چي د ۲۰۱۲کال د اکتوبر د مياشتي وروسته به د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو ايستل د دغه هيواد په حالاتو پوري تړلي وي.

د پنتاګون يوه بل چارواکي چي د نوم د نه ښوولو په شرط يې خبري کړي، ويلي دي، اوس لا وختي دی، چي د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو په اړه پريکړه وسي. ځکه د هغه په خبره افغان او امريکايي چارواکي اوس د ستراتيژيک تړون پر سر په خبرو اترو بوخت دي.

د ۲۰۱۴کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو حضور

اوسني پلانونه ښيي چي له ۲۰۱۴کال وروسته، په افغانستان کي د امريکا حضور په هغه ستراتيژيک تړون پوري تړلی دی، چي اوس دواړه هيوادونه ورباندي کار کوي.

امريکايي چارواکي وايي، چي دغه تړون به د بن د دوهم کنفرانس تر مخه لاسليک سي. يوه امريکايي چارواکي چي د نوم د نه بربنډولو په شرط يې خبري کړي ويلي دي، چي امريکا به دغه تړون امضا کړي:

«موږ به دغه تړون لاسليک کړو. افغانان به زموږ څخه وغواړي، چي په هيواد کي يې پاته سو او زه فکر کوم چي موږ به هم په دغه هيواد کي پاته سو.»

Obama Soldaten Abzug aus Afghanistan NO FLASH
انځور: picture alliance/dpa

په همدې حال کي اوباما ته نزدې مشاورين وايي، چي د افغانستان څخه د سرتيرو د ايستلو په اړه د اوباما پريکړه به د پوځي قوماندانو په مشورو پوري تړلې وي.

خو يو شمېر کارپوهان بيا په دې نظر دي، چي له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په اړه پريکړه به تر ډيره د سپيني ماڼۍ په ملاحظاتو پوري تړلې وي.

د سپيني ماڼۍ لخوا د افغانستان د جګړي ختمول بېلا بېل دلايل لري. لومړی د دغي جګړي پرضد عامه مخالفت، لوړ لګښت او د پاکستان سره د امريکا خړي اړيکي شاملي دي.

ويل کيږي، چي ولسمشر اوباما به د دغو فکتورونو په پام کي نيولو سره تر راتلونکي می مياشتي د امريکايي ځواکونو د وتلو د پلان نور جزييات اعلان کړي.

د يوه امريکايي چارواکي په خبره که تر ۲۰۱۴کال پوري په افغانستان کي لازم پر مختګونه و نه سي نو متحده ايالات او افغانستان به له جدي ستونزو سره مخامخ سي.

رويترز/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل