1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د کندز پیښې له کبله بخښنه وغوښته

۱۳۹۴ مهر ۱۶, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د چهارشنبې په ورځ له بې سرحده ډاکټرانو څخه د کندز د پیښې له کبله بخښنه وغوښته. خو دغه سازمان د دې پیښې په تړاو د نړیوالې څیړنې غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/1GkIu
انځور: Reuters/A. Kelly

همدا اوس هم د کندز د شنبې ورځې د پیښې په اړه چې په ترڅ کې یې د بې سرحده ډاکټرانو پر یوه روغتون باندې د امریکایي الوتکو د بریدونو په پایله کې ۲۲ کسان ووژل شول، درې بیلابیلې څیړنې روانې دي. د امریکا متحده ایالاتو پوځ، ناټو او افغان حکومت دغه پیښه څيړي.

د امریکا پوځ تر اوسه پورې څو وارې د دغې پیښې په اړه خپلې څرګندونې بدلې کړې دي. لومړی یې هغه «د جګړې غیر قصدي تلفات» وبلل، بیا یې د کندز پیښې ته د «اشتباه» کلمه وکاروله. اوس اوباما هم د بې سرحده ډاکټرانو له مشرې جواني لیو، سره په تلیفوني خبرو کې په کندز کې د دې سازمان پر روغتون باندې برید اشتباه بللې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند چاش ایرنست، ویلي دي: «اوباما لیو ته زنګ وواهه ترڅو د امریکا د اشتباهي هوايي بریدونو په پایله کې په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو د کارکوونکو او ناروغانو د وژل کیدو او ټپي کیدو له کبله خپله خواشینې څرګنده کړي او د پیښې له کبله بخښنه وغواړي.»

د سپینې ماڼۍ ویاند زیاته کړې ده چې ولسمشر اوباما د بې سرحده ډاکټرانو د دفتر له مشرې سره په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې هغه دې سازمان ته احترام لري او دا چې د دفاع وزارت به د دې پیښې په اړه شفافه څیړنې وکړي.

اوباما همداراز د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، ته زنګ وهلی دی او د پیښې په اړه یې خپله خواشینې څرګنده کړې ده. هغه په عین حال کې د هغو افغان ځواکونو ستاینه کړې ده چې په کندز کې په ډیرې زړورتیا جنګیږي.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې اوباما خپل افغان سیال ته یو ځل بیا ډاډ ورکړی دی چې هیواد یې غواړي له افغانانو سره خپل ګډ کار ته دوام ورکړي.

خو د بې سرحده ډاکټرانو سازمان بیا په نړیواله کچه د کندز د پیښې څیړنه غواړي. د دې سازمان مشرې ویلي دي: «موږ نه شو کولای چې پر داخلي څیړنو باندې اتکا وکړو [...] دا یوازې زموږ پر یوه روغتون باندې برید نه وو، بلکه د ژنيو پر کنوینسینونو باندې برید وو.» هغې ویلي دي چې دغه شان پیښې باید و نه زغمل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب