1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په امريکا کي په لومړي وار یوه مسجد ته ورځي

۱۳۹۴ بهمن ۱۴, چهارشنبه

اوباما د ولسمشرۍ د خپلو ۷ کلونو په جريان کي په لومړي وار په امريکا کي يو مسجد ته ورځي. هغه غواړي چي په ټاکنيز کامپاين کي د اسلام پر ضد د جمهوري غوښتونکو د سخت دريځ پر وړاندي دغه سمبوليکه ليدنه وکړي.

https://p.dw.com/p/1HpFP
انځور: Barbara Sax/AFP/Getty Images

د امريکا د ولسمشر باراک اوباما نيکه مسلمان سوی وو. د هغه لمسی (اوباما) به د بالتيمور د مسلمانانو ټولني او د هغوی و مسجد ته په څرخي الوتکه کي سفر وکړي. نوموړی به هلته د دغه اسلامي اتحاديې له غړو سره ملاقات وکړي.

اوباما د امريکا د ولسمشر په توګه تر هيواد دباندي په ځينو هيوادونو کي مسجدونو ته تللی دی، چي پکښي ملايزيا، اندونيزيا او مصر هيوادونه شامل دي. خو له تيرو ۷ کلونو راهيسي چي هغه د امریکا متحدو ايالتو ولسمشر دی، تر اوسه په خپل هيواد کي کوم مسجد ته نه دی ورغلی. دا په داسي حال کي چي په امريکا متحدو ايالاتو کي تر ۲۰۰۰ زيات مسجدونه سته.

کله چي اوباما په ۲۰۰۹م کال کي ولسمشر وټاکل سو، نو هغه د مصر پلازمېني قاهرې ته سفر وکړ او له مسلمانانو سره يې د «نوي پيل» پيغام ورکړ.

د اوباما د ولسمشرۍ پر وخت د امريکا متحدو ايالاتو او مسلمانو هيوادونو تر منځ د اړيکو د ښه کولو پاليسي پر مخ يووړل سوه. په دې ترڅ کي له ايران سره د اټومي پروګرام پر سر يو جوړ جاړي ته رسېدل او په عراق او افغانستان کي د جګړې د پای ته رسولو هڅې هم راتلای سي. خو د اوباما دغه پاليسي په افغانستان، عراق، ليبيا، پاکستان، سوماليا، سوريه او يمن کي له وسله والو ډلو سره د ټکر له کبله له ستونزو سره مخامخ ده.

له اسلام او مسلمانانو سره د اوباما د اړيکو د ټينګولو وروستۍ هڅې په داسي حال کي کيږي، چي د امريکا ولسمشرۍ ته په ټاکنو کي د ټاکنيز کامپاين پر وخت د اسلام او مسلمانانو ضد موضوعات رابرسېره سوي دي.

په دې ترڅ کي د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد دونلد ترمپ هغه څرګندوني هم شامله دي چي وړانديز يې کړی وو چي امريکا ته دي د مسلمانانو پر سفر بنديز ولګول سي. د اسلام او مسلمانانو په تړاو بحثونه هغه وخت تاوده سوه چي د امريکا د سان بېرناردينو او فيلادېلفيا خونړۍ پيښي رامنځ ته سوې.

د۲۰۰۱م کال د سپتمبر ۱۱مي تر پيښو پنځه ورځي وروسته د هغه وخت ولسمشر جورج ډبليو بوش په واشنګټن کي يوه اسلامي مرکز ته ورغلی او ويې ويل چي «اسلام امن دی.»

په داسي حال کي چي ولسمشرۍ ته د کانديد دونلد ترمپ په خپلو څرګندونو سره د امريکا د سختو محافظه پالو رايو د تر لاسه کولو هڅه کوي، د هغه د ګوند بل کانديد تېد کروز بيا په امريکا کي د «يهودي او عيسوي ارزښتونو» دفاع کوي.

خو واشنګټن کوښښ کوي چي د جمهوري غوښتونکي ګوند د محافظه پالو سياستوالو او کانديدانو بر عکس د دين په تړاو د سيکولر نظام بل انځور وښيي. د سپيني ماڼۍ وياند جوش اېرنسټ ويلي دي چي د مسجد ته په ورتگ سره به اوباما په امريکايي ټولنه کي «د مسلمانانو د رول پر اهميت ټينګار وکړي.»

په امريکا متحدو ايالاتو کي تقريبا ۳،۳ ميليونه مسلمانان ژوند کوي. ويل کيږي چي د ۲۰۱۵م کال په خونړيو پيښو کي تقريبا ۸۱ مسلمان امريکايان ښکېل ول. اوباما په دې ترڅ کي له مسلمانو عالمانو څخه هم مرسته غوښتې ده چي د افراطيت پر ضد مبارزه کي خپل رول ادا کړي.