1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوربان: مهاجر «مسلمان يرغلګر» دي

۱۳۹۶ دی ۱۸, دوشنبه

د هنګري لومړي وزير اوربان د مهاجرو په تړاو له خپل سياست څخه دفاع کړې ده. هغه ويلي دي چي نه غواړي هيواد يې مهاجر ومني.

https://p.dw.com/p/2qTux
Ungarn - Werden jegliche EU-Strafmaßnahme gegen Polen blockieren | Morawiecki und Orban
انځور: Reuters/B. Szabo

د هنګري لومړي وزير ويکتور اوربان د مهاجرو د نه منلو په برخه کي د خپل هيواد د تګلارې دفاع کړې ده. اوربان له آلمانۍ ورځپاڼي «بلډ» سره په مرکه کي د مهاجرو په تړاو ويلي دي: «موږ دغو انسانانو ته د مسلمانو مهاجرو په توګه نه ګورو، بلکي موږ دوی ته د مسلمان يرغلګرو په سترګه ګورو.»

يادي ورځپاڼي د هنګري هيواد د لومړي وزير اوربان دغه مرکه د دوشنبې د ورځي (د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ ۸مه نېټه) په خپله ګڼه کي خپره کړې ده. ويکتور اوربان په مرکه کي زياته کړې ده چي مهاجر په اصل کي پناه غوښتونکي نه دي، بلکي هغوی اقتصادي مهاجر دي چي غواړي ښه ژوند ولري.

ويکتور اوربان چي د مهاجر په تړاو د سخت سياست له پاره په ټوله اروپا کي مشهور دی، په دغه مرکه کي زياته کړې ده چي هنګري نه غواړي چي مهاجر ومني.

اوربان د مهاجرو او په زياته بيا د مسلمان مهاجرو د نه منلو په استدلال کي ويلي دي: «موږ په دې نظر يوو چي د زياتو مسلمانانو راتګ په اړينه توګه د متوازي ټولنې د رامنځ ته کيدو لامل کيږي.» د هنګري لومړي وزير زياته کړې ده چي «عيسوي او مسلمانه ټولنه به هيڅکله سره يوځای نه سي.»

ويکتور اوربان پر دې ټينګار کړی دی چي په ټولنه کي د بېلابېلوالي خبره يووازي يو خيال او مجازي موضوع ده. نوموړي زياته کړې ده: «موږ دا ډول يو شی هيڅ نه غواړو او د دې اجازه به ورنکړو چي موږ په دې ترڅ کي مجبور کړل سو.

KNA,dpa(A.A/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: