1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

«اوکراین مسکو پر لور توغندی توغولی او پر کریميا ېې حملې کړي»

۱۴۰۲ شهریور ۳, جمعه

روسيې د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې اوکراین د مسکو پر لور يو توغندی توغولی او پر کريمیا نیمه ټاپو ېې د ډرون ۴۲ حملې کړي دي. روسيې دا تر دې مهاله پر خپل حريم د اوکراین له لوري یوه تر ټولو ستره همغږې شوې هوايي حمله بللې ده.

https://p.dw.com/p/4VYrm
Ukrainische wiederverwendbare Luftangriffsdrohne `Punisher´
انځور: SERGEI SUPINSKY/AFP

د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د روسيې دفاع وزارت وويل چې دغه وزارت د کالوګا سيمې پر سر یو S-200 ډوله توغندی وېشتلي او راغورځولی دی. کالوګا له مسکو سیمې سره پوله لري او د مسکو په ۲۰۰ کيلومترۍ کې پرته ده.

د روسيې دفاع وزارت ویلي دي: «دغه توغندی د هوايي دفاع ځواکونو له خوا د کالوګا حریم پر سر کشف او شنډ کړل شو.»

د کالوګا والي، ولاديسلاو شاپسا، وويل چې دغه پېښه کې مرګ ژوبله نه لري.

نور ولولئ:  روسي توغندي په اوکراين کې ۷ کسه ووژل

رپوټ کې زیاته شوې ده چې پر کریمیا نيمه ټاپو هم حملې شوي دي. د روسيې دفاع وزارت په دې هکله ادعا کړې چې ۹ ډرون الوتکې ېې د هوايي دفاع ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي او ۳۳ نورې ېې په برېښنايي وسلو سرکوبه او اهدافو ته تر رسېدلو مخکې د کريميا پر سر له منځه وړي دي.

د مسکو له خوا د کریميا بندري ښار سواستوپول ته ټاکل شوي والي، ميخایل رازوژایف، ويلي دي چې دغه ښار ته څېرمه یو شمېر ډرون له منځه وړل شوي دي. په دغو حملو کې چې روسيې ېې پړه پر اوکراین اچولې، د کومې مرګ ژوبلې رپوټ نه دی ورکړل شوی، خو سبب شوې چې د روسيې له هوايي ډګرونو څخه پروازونه د څو ساعتونو له پاره وځنډول شي.

نور ولولئ: روسیه: په مسکو کې مو اوکرايني ډرون راغورځولې

د می میاشتې په سر کې پر کرملین د دوو ډرون حملې وشوې، وروستۍ حملې هغو ته ورته ښودل شوي دي.

روسیې د کريمیا نيمه ټاپو په ۲۰۱۴م کال په خپله خاوره کې الحاق کړه، خو اوکراین لا هم هغه په نړېواله توګه خپل پېژندل شوې حریم بولي.

mks/nz(Reuters)