1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا افغانستان کې د امنيتي کمرو نصبول به پر امنيت اغېز وکړي؟

شکیلا ابراهیم خیل | شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ شهریور ۱۰, جمعه

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له خوا د امنیتي کمرو په نصبولو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دې کمرو نصبول د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو له اساسي حقونو او محرمیت څخه سرغړونه ده.

https://p.dw.com/p/4Vplm
افغانستان کې د امنیتي کمرو نصبولو غبرګونونه راپارولي دي
افغانستان کې د امنیتي کمرو نصبولو غبرګونونه راپارولي ديانځور: Markus Brunner/imageBROKER/picture alliance

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان په ځینو برخو کې یې تر زرو زیاتې پټې امنیتي کمرې نصب کړي دي.په دې وروستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په کابل او د افغانستان په ځینو نورو برخو کې د زرګونو پټو څارګرو کمرو د نصبولو اعلان وکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته یو ویډیويي پیغام استولی او ویلي یې دي چې دغه وزارت په مرکز کې د خلکو د فزیکي او روحي امنیت د تامین په موخه څه باندې ۶۲ زره ښکاره او پټې  امنیتي کمرې نصب کړي دي.

دا کمرې د سرحدونو په ګډون د افغانستان په ځانګړو سیمو کي نصب شوي دي. هغه زیاتوي: «ښایې په ګڼه ګونه سیمو کې دغه پټي کمرې ډیرې وي.» د هغه په ​​وينا دا بهير به لا دوام لري.

د بخښنې نړیوال سازمان خبرداری

د طالبانو له خوا په کابل ښار او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې د زرګونو امنیتي کمرو نصبول د بخښنې نړیوال سازمان توند غبرګون راپارولی دی.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو له بنسټیزو حقونو او محرمیت څخه د سرغړونې خبرداری ورکړی دی.

د مصنوعي استخباراتو او بشري حقونو په برخه کې د بخښنې نړیوال سازمان سلاکار مټ محمودي په کابل او ځینو نورو برخو کې د طالبانو له خوا د څه باندې ۶۲ زره امنیتي کمرو د نصبولو په غبرګون کې وویل: «د دومره پراخې ډله ایزې څارنې پلان د تطبیق په حال کې دی. دا د طالبانو د ظالمانه تګلارې د دوام بله بېلګه ده، چې په عامه ځایونو کې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي.»

هغه خبرداری ورکړ چې که دا څارګري کمرې نصب شي، د خلکو  اساسي حقونه، محرمیت او دې ته ورته د بیان ازادي چې په دغه هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په بې ساري ډول تر پښو لاندې شوي، په بشپړه توګه به له منځه ولاړ شي.

که څه هم د طالبانو ادارې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دې امنیتي کمرو د نصبولو هدف د خلکو د فزیکي او رواني امنیت تامین او د جنايي جرمونو کمول دي، خو په اوسني وضعیت کې د دغو کمرو پر نصبولو یو شمېر کسانو په ځانګرې توګه د پوځي چارو کارپوهانو او عامو خلکو نیوکې کړې دي.

د پوځي چارو یو کارپوه احمد خان اندړ په دې باور دی چې د نړۍ په پرمختللو هيوادونو کې پټې څارګري کمرې چې د جنايي او ترهګریزو پېښو د مخنیوي له پاره نصبېږي او د دې سره سره د خلکو د پوهاوي کچه لوړه او د هغوی شخصي حریم خوندي پکي ساتل کیږي.

هغه زیاتوي: «په افغانستان کې چې یوه دودیزه او جګړه ځپلې ټولنه ده، د طالبانو د ادارې له خوا په ښارونو کې د پټو کمرو نصبول یو ښه نظر نه دی دا ځکه چې د دې له پاره لا وختي دی او دوی ورته داسي پرسونل نه لري چې روزل شوې ووسي، او په اسانی سره د دې کمرو انځورنه پر خواله رسنیو خپريدای شي چې له دې سره د خلکو خصوصي حریم نقض کیدای شي.»

یو شمېر نور پوځي کارپوهان وايي چې که د امنیتي کمرو نصبول د خلکو د کنټرول له پاره نه بلکې یوازې د امنیت د تامین له پاره وي نو د جرمونو او ترهګریزو ګواښونو په مخنیوي کې اغېزمن تمامېدای شي.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي، که څه هم امنیتي کمرې په ټوله نړۍ کې د امنیت د تامین او د امنیت د بهیر د څارنې له پاره مهمه وسیله ده، خو ځینې شرایط باید په پام کې ونیول شي.

د ده په خبره، په لومړي ګام کې باید دغه کمرې په رښتیا هم د امنیت د تامین په موخه د امنیتي متخصصینو له خوا په مهمو او اړینو ځایونو کې نصب شي.

هغه زیاتوي: «دا ډېره مهمه ده چې دغه کمرې د تخنیکي کسانو له خوا وڅېړل شي او د کمرو ډیټا وارزول شي. که چیرې دا کمرې یوازې د امنیت څارنې له پاره نصب شي نه د نارینه او ښځینه جامو د کنټرول له پاره خو د امنیت چمتو کولو له پاره یوه مؤثره وسیله کیدای شي.»

د لومړي ځل له پاره څو میاشتې وړاندې طالبانو د دشت برچي او خیرخانې له اوسېدونکو وغوښتل چې په خپلو کورونو کې د څارنې کمرې نصب کړي. دغه ځايي اوسېدونکي او کارپوهان د طالبانو دا کرنه د خلکو د کنټرول هڅه بولي.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai