1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايمنستي له طالبانو د فعالانو د آزادولو غوښتنه کړې

۱۴۰۲ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

د بخښنې نړيوال سازمان يو ځل بيا د طالبانو له توقيف څخه د معترضې منیژه صديقي او د زړه کړو د برخې د دوو فعالانو د آزادولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4dR7R
آرشيف انځور: د کابل پلچرخي زندان
آرشيف انځور: د کابل پلچرخي زندانانځور: West Asia News Agency/REUTERS

ايمنستي انترنيشنل يا د بخنښنې نړيوال سازمان یو ځل بیا د ايکس پر ټولنیزه شبکه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د منیژه صديقي چې يوه معترضه میرمن ده، د احمد فهيم عظيمي او صديق الله افغان چې د زده کړو د برخې فعالان دي، د طالبانو له زندان څخه په چټکه توګه د آزادولو غوښتنه کړې ده.

دې سازمان ويلي دي چې طالبانو بې له کومه مدرکه د ښځو او زده کړو د برخې دا درې فعالان نيولي دي او له څو میاشتو راهېسې یې زنداني کړي دي. دې سازمان له خلکو غوښتنه کړې ده چې د دې کسانو د را خوشې کولو په موخه د دې سازمان له کمپاین سره يوځای شي.

منيژه صديقي د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر میاشت کې لادرکه شوې وه او بيا وروسته د دسمبر میاشتې پر پنځمه نېټه معلومه شوه چې هغه د پلچرخي زندان ته انتقال شوې ده.

فاطمه ملکزۍ: په هر ډول شرایطو کې باید ناهیلي نه شو

د بخښنې نړيوال سازمان ليکلي دي چې منيژه صديقي مدافع وکيل ته لاس رسی نه لري او د خپلې کورنۍ له غړيو سره هم د ليدو اجازه نه لري.

د دې سازمان د معلوماتو پر بنسټ هغه روغتيايي مراقبت ته هم لاس رسی نه لري او روغتيایي وضعيت یې مخ پر خرابيدو دی.

تر دې مخه طالبانو ته نېږدو سرچينو ویلي ول چې منیژه صديقي د دې ډلې د مشر د عکس د سوځولو له کبله زنداني شوې ده خو طالبانو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د منیژه صديقي سره يوځای درې نورې فعالانې چې نومونه یې پريسا آزاده، ندا پروانی او ژوليا پارسي ښوول شوي دي، له خپلو کورنيو سره يوځای د طالبانو له لوري نیول شوې وې خو بیا وروسته بيرته آزادې شوې.

احمد فهيم عظيمي او صديق الله افغان چې د «بهتر فکر» په نوم زده کړو له سازمان سره یې کار کاوه، د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۱۷مه نیټه په کارته چهار سيمه کې د خپل کاري دفتر څخه د طالبانو استخباراتو نيولي دي. 

د بخښنې نړيوال سازمان د معلوماتو په حواله د زده کړې د برخې پر دې دوو فعالانو باندې د طالبانو د نظام پر وړاندې د فعاليت تور لګول شوی دی چې په هغه کې د نجونو روباتک ډلې له افغانستان څخه بهر ته د انتقال په برخه کې مرسته او د معترضو ښځو د احتجاجونو تنظيمول شامل دي. خو دا فعالان او کورنۍ یې دا تورونه په جدي توګه ردوي.

د بخښنې نړيوال سازمان زياته کړې ده چې دا فعالان د ۲۰۲۳م کال د دسمبر پر ۲۸مه نیټه لومړی محکمې او بيا وروسته د پلچرخي زندان ته ليږدول شوي دي.

دا سازمان وايي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې ډېرې معترضې ښځې لادرکه او يا هم نیول شوي او د شکنجې او بدچلند ښکار شوي دي.

زموږ له آرشيف څخه:

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟