1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اين ايس اې د ګوګل او ياهو کمپيوترونو ته هم لاس رسی لاره

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۹, پنجشنبه

د رسنيو د راپورونو له مخي د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت ادارې په ټوله نړۍ کي له ګوګل او ياهو شبکو څخه په ميليونونو ايميلونه او ږغيز پيغامونه جاسوسي کړي دي. خو د NSA مشرتابه دغه تورونه ردوي.

https://p.dw.com/p/1A9Su
انځور: imago/Christian Ohde

واشنګټن پوست ورځپاني د کره اسنادو او د NSA استخباراتي ادارې د پخواني مامور ايدوارد سنود په حواله خبر ورکړی دی، چي د امریکا متحده ايالاتو استخباراتي اداره د ګوګل او ياهو د سترو انترنيټي شرکتونو څارنه کړې ده. د ورځپاڼي په حواله په دې توګه د امریکا د ملي امنيت استخباراتي ادارې په نړۍ کي د د دغو شرکتونو سونو ميليونو محرمو معلوماتو ته لاس رسی پيدا کړی دی.

ورځپاڼي زياته کړې ده چي د muscular په نوم دغه پروګرام په ترڅ کي پخپله امريکايي اتباع هم څارل سوي او جاسوسي سوي دي. خو د اين ايس اې يا د امریکا د ملي امنيت استخباراتي ادارې مشر کايت الرکزاندر بیا دغه راپورونه رد کړي دي. هغه ويلي دي چي استخبارتي اداره د محکمې له حکمه پرته د کمپوټرونو زېرمه تون ته نه ور ننوځي.

په يوه مياشت کي د۱۸۰ ميليونو اسنادو ثبتول

نيويارک ټايمس ورځپاڼي د اين ايس اې استخباراتي ادارې د اسنادو له مخي راپور ورکړی دی چي د روان کال په جنوري مياشت کي هره ورځ د ياهو او ګوګل شرکتونو د کاروونکو معلومات د دغي ادرې په مرکز کي ثبتول. د ورځپاڼي په خبره د ۳۰ ورځو په جريان کي نزدې ۱۸۱ ميليونه اسناد راجستر سوي ول. په دغو اسنادو کي راغلي دي چي پر دې سر بيره آوازونه، ويديوګاني او متون هم ثبت سوي دي.

د امریکا له استخباراتي چارواکو سره د آلماني استازو ليده کاته

دغه تازه افشاکووني په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي د امریکا د پراخي څارنيزي استخباراتي پروژې په اړه نړيوالي غوسې مخ پر زياتېدو دي. د چهارشنبې په روځ د آلمان د حکومت يوه رسمي استازي په سپينه ماڼۍ کي د انګيلا مير کل تليفون د احتمالي څارني په اړه له امريکايي استخبارتي چارواکو سره وکتل.

وروسته له هغه چي د آلمان د صدراعظمي انګيلا مرکل په ګډون د نړۍ د تر ۳۰ زياتو سياستوالو د احتمالي تليفوني څارني خبري راپورته سوې دا د آلمان او امريکايي چارواکو لومړۍ ليدنه کتنه ده.

په دغه ليدنه کتنه کي د آلمان له خوا د مرکل د ملي امنيت مشاور کريستوف هويګزن او د آلمان د استخباراتو د ادارې همږغی کوونکي ګونتر هايس او د امریکا متحده ایالاتو له اړخه د سپيني ماڼۍ د ملی امنيت مشاوري سوزان رايس، د ملي استخباراتو رييس جيمز کلاپر او د NSA يا ملي امنيت ادارې مشر کايت الکزاندر برخه لرله.

د آلمان انګيلا مرکل وياند شتپفن زايبرت خبريالانو ته ويلي دي چي د دغي غونډي موخه د هغو راپورونو واضح کول دي چي د امريکا متحده ايالاتو د احتمالي جاسوسۍ د پروګرامو په اړه خپاره سوي دي. هغه زياته کړې ده چي د دغي غونډي بل هدف دا دی چي «په استخباراتي برخه کي د اعتماد نوي قواعد جوړ سي.»

د اروپايي ټولني يو شمېر نورو هيوادونو هم د امريکا متحده ايالاتو د احتمالي جاسوسۍ په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د راپورونو له مخي په هسپانيا کي د امریکا متحده ايالاتو استخباراتي ادارې NSA په يوه مياشت کي ۶۰ ميليونه تليفوني مکالمې څارلي دي.